سویلي کوریا د افغان ځواکونو د ځواکمنتیا لپاره د دوی سره ۱۳۵ میلیون ډالره مرسته کوي

کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
سویلي کوریا تصمیم نیولی دی، چې د افغان ځواکونو د ځواکمنتیا لپاره د دوی سره ۱۳۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
د سویلي کوریا محلي رسنیو خبر ورکړی دی، چې هېواد یې د نا ټو په سر مشریزه وارسا غونډه کې دغه تصمیم نیولی دی.
د سویلي کوریا رسمي سرچینو ویلي دي، چې شمالي کوریا به له افغانستان سره له ۲۰۱۸ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې هر کال ۴۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
په پولنډ کې د وارسا غونډه د جمعې او شنبې په ورځ د ناټو د مشرانو په حضور کې دایره شوې وه، چې افغان ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پکې ګډون درلود.
د یادولو ده، د جمعې او شنبې په ورځ په پولنډه کې د ناټو سرمشریزه وارسا غونډه دایره شوې وه، چې افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس هم پکې ګډون درلودو.



