په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۲/ عبدالهادي همت
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېته وايي، د روان میلادي کال لومړی شپږ میاشتې د افغان خبریالانو له پاره تر ټولو خونړۍ وې.
د یادې کمېټې مشر نجیب الله شریفي فرون په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د افغان خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۳۷ سلنه لوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان وژل شوي، له خبریالانو سره د زور زیاتي ۵۴ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو خلاف د زورزیاتي ۳۹ پېښې ثبت شوې وې.
شریفي وایي، له خبریالانو سره د تشدد پېښې ډېری د حکومت له خوا تر سره شوې، خو د وژنې د پېښو مسؤل طالبان بولي.
طالبانو له خپله لوري په خبریالانو د برید خبره رد کړه، طالبان وايي چې هغه کسان چې واقعا خبریالان دي، بې پرې خپرونې لري او د ژورنالیزم اصول مراعات کوي دهغو سره دوی مشکل نه لري، ولی د پورته ادعا په اړه يې وویل چې په دې راپور کې د طلوع په جاسوسي دستګاه باندې برید ښودل شوي چې د طلوع جاسوسي شبکې غړي په کې ووژل شول، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د طلوع او یک تلویزیونونه رسنۍ نه دي او نه دوی ورته د رسنیو په سترګه ګوري، طالب ویاند زیاته کړه چې دوی به لاهم د دغو دو شبکو په وړاندې ګامونه واخلي، ځکه دغه ادارې مخامخ د امریکايي ګټو لپاره او د اسلام په ضد خپرونې لري، طالبان ګمان کوي چې د طلوع او یک تلویزیونونه د امریکايي اشغال د موخو تبلیغولو لپاره جوړې شوي دي او فعالیت کوي



