کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تازه خبرونه وايي، چې د ایټالیا سویل کې د دوو اورګاډو په مخامخ ټکر کې تراوسه پورې ۱۲ کسان وژل شوي دي، او لسګونه تنه نور ټپيان دي.
د ایټالیا پولیس وايي، چې ښايي د پېښې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.
دوی وایي، چې دواړو اورګاډو هغه مهال ټکر کړی دی، چې پر یوه پټلۍ یې سفر کاوه.
دواړه ګاډي له باري او بارلیتا ښارونو څخه را روان وو، چې له یوه بل سره ټکر شول.
د ځايي پولیسو مشر ریکاردو زینګارو وايي، «ښایي د پېښې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.»
مرستندویان په دې هڅه کې دي، چې د ټکر شویو ګاډو په واګنونو کې ایسار کسان راوباسي.
سیمه ییز خلک وایي، چې ټکر دومره بوږنوونکی ښکاري، لکه یوه الوتکه چې غورځېدلې وي.
د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده، او ویل شوي دي، چې دواړو ګاډو په یوه پټلۍ په ډېره چټکۍ سر سفر کاوه.
















