سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

جهاد د شهادتونو لار

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
جولای 12, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
95
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، ليکنه: ملا رفيع الله «احمدي مؤذن»

جهاد او شهادت د خپلواکۍ، حریت، د اسلامي روحیې په تگلارې، د رسول کریم صلی الله علیه و سلم او صحابه کرامو په منهج او طریقې د تلو او سلوک نوم دی، اسلامي ټولنه او د هغې هویت او تشخص د شهادتونو، قربانیو او سرښندنو په گاللو او تداوم ساتل شوی، او ساتل کیږي، شهادت اسلامي جامعې ته د لایزال خدای هغه عظیم سوغات دی، چې الله جل جلاله په قران پاک کې په مسلمانانو خپل یو لوی احسان بللی.
و یتخذ منکم الشهداء. الآیة
شهادت اصلاّ د اسلامي ټولنې بقا او اعلا ده.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

د جهاد او شهادتونو په وجه اسلامي جامعه خپل برم، مجد او وقار اعاده کولی، او ساتلی شي، او د ځمکې پر مخ هم په فردي او اجتماعي لحاظ او هم په سیاسي او اقتصادي لحاظ، د یو خپلواک او با وقاره ژوند یو عظیم پیغام دی.
د طالبانو د اسلامي تحریک او اسلامي امارت محبوب مؤسس، د خلافت مجدد، مرحوم ملا صاب مبارک په همدې فکر رامیدان ته شو، او د زمکې پر مخ یې د سیاست نقشه تبدیل کړه، ټولې نړۍ ته یې وښودله، چې اسلام یعنې څه؟ د اسلام او مسلمانۍ غوښتنه او تقاضا څه شی ده؟

مسلمان لکه څنگه چې په لمانځه، روژه او نورو احکامو مکلف دی، همدا راز په سیاست، خلافت او د زمکې پر مخ د اسلامي حکم پر تنقیذ او د باطلو ادیانو او طریقو په محو او اضمحلال هم مکلف دی. په اسلامي جامعه کې دغه فکر او دغه نظر ستر سیاست مدار، ستر مسلمان، ستر فیلسوف او د الله جل جلاله سره په واقعي او حقیقي معنی پیوسته او واصل انسان، د خړې حجرې خړ طالب، گران او محبوب امیرالمومنین ملا محمد عمر”مجاهد” قدس الله سره العزیز اعاده او احیا کړ.

خدای جل جلاله چې کله ځمکه پیدا کړه او د ځمکې پرمخ یې د خپل حکم د تنفیذ او د غیرالله د حکم د محوې لپاره خپل استازی او پیغمبر ابوالبشر حضرت آدم علی نبینا وعلیه الصلاة والسلام د ځمکې خلیفه او واکدار تعین کړ، او په همدې روحیه یې سمبال او ولمانځه. همدا راز د هر مسلمان څخه د خدای جل جلاله غوښتنه همدا ده، چې د ځمکې پر سر به زما حکم چلیږي، حق به غالب وي، نور حکمونه او باطل به مغلوب او د ځمکې له مخ څخه به ورکیږي.

و قاتلواهم حتی لاتکون فتنة و یکون الدین کله لله.الایة
ژباړه: تر هغه پورې به له کفارو سره جنګ او قتال کوئ، ترڅو فتنه ختمه او د ځمکې پر مخ ټول حکم د الله جل جلاله لپاره وګرځي.

ټول پیغمبران د همدې لپاره مبعوث شوي، او همدا کار یې سرته رسولی، حق یې بریا کړی، باطل یې محو کړی او د قیامت تر ورځې پورې د خدای جل جلاله همدا غوښتنه ده، همدې غوښتنې ته د رسېدو لار جهاد او شهادت دی، زمونږ او ستاسو د خواږه نبي یو نوم د جهادونو، جنگونو، او شهادتونو پیغمبر دی.

دغه فکر او نظریې، او د اسلام دغې تقاضا او غوښتنې له اسلامي جامعې سره هغه وخت الوداع وکړله، کله چې مسلمانان له جهاد، شهادت، قربانۍ او اسلامي طریقې او روحیې په شا او د کفري نړۍ تر تأثیر لاندې راغلل، چې له همدې امله یې د غلامۍ، اسارت او ذلت خپل دور تېر کړ، خو لله الحمد دغه فکر او نظر او د اسلام دغه غوښتنه او تقاضا لکه مخکې مې چې عرض وکړ، د خړې حجرې، خړ طالب، ملا صاب مبارک اعاده او را ژوندی کړه، او تر نن پورې د ده مبارک له رحلت او کوچیدو وروسته هم په اسلامي امت کې ژوندۍ ده، آن تر دې چې د ملا صاب تر رحلت وروسته د نن دور دا سلامي امت او امارت امیرالمومنین شهید ملا أختر محمد منصور رحمه الله هم خپل ژوند په دې لار کې قربان کړ، او په خپل شهادت سره یې دا ثابته کړه، چې اسلامي امارت د امتیازاتو کور نه، بلکې د قربانیو ډګر دی، او ټولې نړۍ ته یې دا په ډاګه کړه، چې د طالبانو تحریک او اسلامي امارت د اسلامي نظام د قیام لپاره له خپل امیره نیولې، بیا تر ادنی طالب او مجاهد پورې، له خپل سره تېر او قربانۍ ته چمتو دی، او په دی هکله د نړۍ د هېڅ ډول فشار او دباو تر تأثیر لاندې نه راځي، او نه هم د اسلام، خپل کړېدلي ملت او مستضعف اسلامي امت، د غوښتنو څخه بې پروا او نه هم د اسلامي نظام د قیام د ستر ارمان په مقابل کې د چا پرواگیر دی، او نه به په دې هکله د چا سره خدای ناخواسته داسې معامله وکړي، چې خپل خالق ته مخ تور او اسلامي امت ته دې پېغور شي.ان شاءالله.

مخکینې مطلب

ایټالیا کې د دوو اورګادو په ټکر کې، تراوسه پورې ۱۲ کسان وژل شوي

بل مطلب

د ذاکر نایک پر وړاندې دسیسه د ټولې اسلامې نړۍ پر وړاندې دسیسه ده

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com