روغتیاپوهان خپل کوښښ کوي چې دهر مرض دمخ نیوي او درمل په اړه نوې څیړنې وکړي .
دکلونوکلونو راپه دې خوا که څه هم دزیاتو مرضونو درمل روغتیاپوهانو تیار کړي او د مریضانو درملنه پرې کوې خو بیاهم هڅې کوي چې دتیرو درملو سره سره نورې ګټورې اوپه بیړه سره دمرض دکنترول درمل لاس ته رواړي .
روغتیاپوهان په دې نظردي چې دموسم په بدلیدوسره مرضونه هم بدلیږي چې دژمې په یخنۍ کې چې کوم مرض ډیرلیدل کیږي هغه بیا ددوبي په ګرمۍ کې کم وي چې ریزش او زکام ېې ښکاره بیلګې دي .
اوس چې ددوبي سخته ګرمي ده په دې ګرمۍ کې دنس ناستي ناروغي زیاته لیدل کیږي د لویانو په پرتله پرې ماشومان زیات اخته کیږي .
دنس ناستي دناروغۍ لاملونه سخته ګرمي، ګردجن ماحول. نا انډوله خواړه، دخوړو سم نه پخول، اود نا پاکو اوبواستعمال ښودل شوی دی.
سږکال د دوبي په موسم کې باران ونه شو اوتراوسه لا دومره باران نه دی شوی چې ګرمی ماته کړی، همدارنګه کال په کال د پاکواوبونشتوالي سره هم مخ کیږو چې د ګرمو سیمو ماشومان د نس ناستي په ناروغیو اخته شوي دي.
دنس ناستي ناروغي لویان هم له ګرځیدو باسي خو ماشومان د مرګ د خطرسره مخ کوي چې د ګرمۍ په موسم کې باید میندې ماشومان د ناپاکو اوبو، د لوبوپرمهال له خاورو وساتي اوهم کوښښ وکړي چې خواړه سم اوپوره پاخه کړی.
کوم خواړه چې نیم پاخه وي دماشومانو معده ېې د هضم توان نه لري او دریم داچې د نس ناستي سره د اړتیا وړاوبه په وجودکې نه پاتې کیږي چې د مرګ ترپولې ېې رسوي.
میندې باید په اوبوکې ماشومانوته له سپیغول څخه استفاده وکړي اوکه د اسپیغولو ست د سختې ګرمۍ په موسم کې استعمال کړل شي د نس ناستي مخه نیولای شی .
میندې باید خپل ماشومان د ګرمومسالو اوسره کړو خوراکونو وساتي دپیاز، ګندنی، بادرنګ، ماستو،شړومبو،اوپودینې (نانا)څخه زیاته استفاده وکړی .
که د ګرمۍ په موسم کې لویانو اوماشومانوته په اوبوکې لږڅه لیمواومالګه واچول شي د تندی ، سردرد اونس ناستي مخه پرې نیول کیدای شي

















