ننګرهار: په یوه برید کې درې ټاڼګونه او ۹ تنه عسکر له منځه تللي

کابل ټکی کام ۲۲ چنګاښ/۱۳۹۵، حمزه عابد

نن ماسپښین ۳:۰۰  بجې شاوخوا د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند وزیر شروع خېلو سیمه کې د عسکرو پر یوه کومکي قوه برید شوی، چې په ترڅ کې یې ۱ ټانګ د یوه خښ شوي ماین په مټ او دوه نور ټانګونه په مخامخ برید کې په بشپړه توګه تخریب شوي دي، او پکې سپاره ۵ کسان مړه او ۶ نور مرګوني ټپیان دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې قوه له سیمې څخه د شاتګ په حالت کې ده، او جګړه لا هم دوام لري.

د یادولو ده، چې تیره ورځ هم په یاده سیمه کې ۳ ټانګونه تخریب او ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button