کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ایرلنډ په وړاندې په دویمه یوه ورځينۍ لوبه کې، ایرلنډ ته د ۳۹ منډو په توپیر سخته ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړي دا ځل د ښې توپ اچونې په مټ دغه لوبه خپله کړه، او د ایرلنډ په وړاندې یې په ۴۹،۲ اورونو کې ۲۵۰ منډې وکړې، او هغوی ته یې ۲۵۱ منډې هدف وټاکو.
د دغې لوبې پچه ایرلنډ وګټله، او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړی محمد شهزاد په ۶۶ منډو، جاوید احمدي په ۲۹ منډو، رحمت شاه په ۱۴ منډو، سمیع الله شینواری په ۲۴ منډو، نجیب الله ځدراڼ په ۵۰ منډو، محمد نبي عیسی خېل په ۵ منډو، دولت ځدراڼ په ۷ منډو، میرویس اشرف په ۱۲ منډو، راشد خان په ۱۸ منډو، شاپور ځدراڼ په ۲ منډو او د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی په صفر رنځ وسوځېدل.
په ټولو لوبغاړو کې تر ټولو ښه لوبه نجیب ځدراڼ وکړه، چې د ده په لوبې سره د لوبډلې د منډو شمېر لوړ شو.
نننۍ لوبه د ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې وشوه.
ایرلنډ ملي لوبډلې د افغان ملي لوبډلې په وړاندې په ۴۸،۲ اورونو کې، ۲۱۱ منډې وکړې، او لوبه یې له لاسه ورکړه.
د یادولو ده، افغان او ایرلنډ ملي لوبډلې به په خپلو منځونو کې ۵ یو ورځینۍ لوبې وکړي، چې یوه یې د اورښت له کبله لغوه شوه، او یوه یې افغانستان وګټله.
د افغان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یوه ورځینۍ لوبه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.


















