عزیر اسدخیل
له ډیرې مودې راهیسې په نړیواله کچه د دیني عالمانو پر ضد اسلام ضد کړیو لاسونه سره یو کړي او له مختلفو لارو نه یې د هغوی په وړاندې په ډول ډول دسیسو لاس پوری کړی دی، او دا ځکه چې اسلام ضد عناصر په دې یقین لري چې (موت العالِم موت العالَم) یعنی د عالم مړینه د ټول عالم مړینه ده. نو د عالم بدنامول د ټول عالم بدنامول دي او د عالم له مینځه وړل د ټول عالم له مینځه وړل دي او داسې نور.
دیني عالمان د پیغمبر وارثان بلل شوي، دیني عالمان په تورو تیارو کې خلکو ته د رڼا او د بلې شمعې حیثیت لري، دیني عالمان دي چي وګړي له انحرافاتو څخه ژغوري او پر سمه لاره یې روانوي، ديني عالمان دي چې خلکو ته د الهي لارښونو پر اساس لارښوونې کوي، څو یې د دنیا او آخرت ښیګڼې په برخه شي.
نو ځکه د اسلام ضد قوتونه، ګوندونه او ډلې ټپلې او استخباراتي کړۍ د اسلام د ټکولو لپاره لومړی پر جیدو عالمانو نیوکې پیل کوي او په نړیواله توګه یې د بدنامولو هڅې کوي او له دې لارې د اسلام د ټکولو لپاره ځانونو ته لارې هواروي، په عربي ژبه کې یو متل دی چې وایی: (اضرب الرأس یسقط البدن) یعنی سر ووهه بدن پخپله پریوځي. عالمان هم د ټولنو د سرونو حیثیت لري د دوي په بدنامولو او له مینځه وړلو سره بدن (اسلامي امت) پخپله د سقوط له ناورین سره مخ کیږي.
که تاریخ ته یو ځغلنده نظر واچوو پیدا به کړو چې د اسلام نه پخلا کیدونکو دښمنانو تل د عالمانو د بدنامولو، نیولو، او پر هغوی باندې د ډول ډول تورونو لګولو او بالآخره وژلو او ورکولو له لارې کوښښ کړی چی له دې لارې اسلام نسکور کړي خو ناکام شوي دي ځکه چې الله تعالی فرمایی: یریدون لیطفؤوا نورالله بافواههم والله متم نوره ولو کره الکافرون) یعنی د اسلام دښمنان غواړی چی د خپلو خولو په واسطه د الله رڼا مړه کړي خو الله د خپلې رڼا تکمیلول غواړي اګر کافران دا کار نه خوښوي.
په دې نږدې څو ورځو کې په هندوستان کې یو شمیر هسی په نوم مسلمانانو د اسلام د ستر دینی عالم ذاکر نایک د بدنامولو هڅې پیل کړي دي او د هغه د تورنولو هڅه یې په نړیواله سطحه د میډیا له لارې د نړیوالو تر غوږو رسولې ده. چې دا په څرګند ډول د کفرۍ کړیو له خوا د ذاکر نایک پر وړاندې نه بلکه د اسلام د حنیف دین پر وړاندې د پردې تر شا یوه غښتلې پلان شوې دسیسه ده چې په ښکار ډول د هندی نامسلمانانو په لاس پیل شوې ده دا یوه نړیواله دسیسه ده چې د نړیوال کفري بلاک لخوا په لاره اچول شوی دی، دا کومه تصادفي پیښه نده بلکه پر دې پروژې ډیر کار شوی او ډیر له پخوا نه په دې باندې فکر او سوچ شوی او آن چې ډیره پراخه سرمایه ګذاري پرې شوې چې څنګه وکولای شي د ذاکر نایک په لاس د کفارو د مسلمانیدو لړۍ بنده کړي چې ایله اوس د تطبیق مرحلې ته رسیدلی ده، دنړۍ ټولو مسلمانانو او په دین مینو رښتینو مومنانو ته په کار دي چې په ډې هکله له چوپتیا نه کار وانخلي بلکه د اسلام د دغو قسم خوړولو دښمنانو په وړاندې خپل شدید عکس العمل ښکاره کړي ځکه چې دا دسیسه د ذاکر نایک پر ضد نه بلکه د ټولو دینی عالمانو او اسلام پر ضد یوه پلان شوې دسیسه ده، ځکه چې ذاکر نایک یواځې نه دی، ذاکر نایک سره ټول اسلامي امت ولاړ دی او هغه په ملیونونو مینه وال لري. په زرګونو انسانانو د هغه په لاس د اسلام مبارک دین قبول کړی دی ځکه نو کفارو ته نور هغه د تحمل نه دی.

















