کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبانو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر مهم مرکز (پي آر ټي) باندې درنده جګړه پیل کړې ده، چې په جګړه کې سپکې او درندې وسلې کارول کیږي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د سنګین ولسوالۍ پر مهم مرکز پي آر ټي باندې یې د اېس پي جي ناین توپ، هشتادو او درازکوف په مټ درنده جګړه پیل کړې ده.
دغه جګړه چې نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې پیل شوې، لا هم په شدت سره دوام لري.
طالبان دعوه کوي، چې مقابل لوري ته یې درانده مالي او ځاني تلفات اړولي دي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
د یادولو ده، د سنګین ولسوالۍ پر دغه مهم مرکز پي آر ټي باندې بېګاه شپه هم د طالبانو له لورې د درندو او سپکو وسلو بریدونه وشول، چې مقابل لوري ته یې مالي زیان اړولی وو.


















