کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: طالب جان
د تاریخ پاڼې هغو زرینې کړي
چې په وینو چا سینې رنگینې کړي
تا که څومره د دروغو وعدې وکړي
ما همدومره إرادې ریښتینې کړي
ورځ خو ده زما د غم لپاره جوړه
بلا شپې مې درپسې دي سپینې کړي
دا د عشق خبره مه کوئ ځوانانو!
چا د سترگو سپینې اوښکې وینې کړي؟
گوره ښې ډیرې ښیراوې راته وکړه
ماله ډېره وخته ډیرې مینې کړي
ولې تا راکړی زخم مې بس نه و؟
چې شیبې دې هم زما مالگینې کړي
خوب مې لید چې طالب جان وي میدان وړی
خدای جگړې وي د دنیا زمیني کړي


















