کابل ټکی کام ۲۳چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د سیاسي او اقتصادي امورو کارپوهان وایي، چې په وراسا غونډه کې له افغانستان څخه د ناټو د مالي او پوځي ملاتړ اعلان، د ملي یووالي د حکومت د مشرانو لاسته راوړنه نه ده.
دغه کارپوهان د ملي یووالي حکومت پر مشرانو انتقاد کوي، چې دوی د فساد په وړاندې په رښتینې مبارزه او په ښې حکومتدارۍ کې ناکام شوي دي.
د اقتصادي امورو کارپوه ښاغلی سید مسعود وايي، چې له افغانستان څخه د ناټو د مالي او پوځي مرستو د تداوم لامل، د افغانستان جغرافیایي موقیعت دی.
د سیاسي امورو کارپوه ښاغلی بشیر بیژن وایي، چې په وارسا غونډه کې له افغانستان څخه د ناټو ملاتړ د ملي یووالي حکومت د مشرانو لاسته راوړنه نه ده.
ده وویل، اوس نړیوال او افغانان په دې باور دي، چې د ملي یووالي حکومت له خپلو خلکو سره پر کړیو تعهداتو کې ناکام شوی دی.
کارپوهان زیاتوي، که چېرې افغان حکومت پر خپلو کړیو وعدو ښه عمل ونه کړي، د خلکو په وړاندې به خپل اعتبار له لاسه ورکړي.
کارپوهانو د ملي یووالي حکومت د کړیو وعدو څو بېلګې وړاندې کړي دي، چې د فساد په وړاندې مبارزه، د دوی ترمنځ سیاسي اصلاحات، په انتخاباتو کې اصلاح او ښه حکومتداري. دوی وایي، تراوسه پورې یې په یوه وعده هم عمل نه دی کړی.
له بلې خوا د یو شمېر ولایتونو والیانو په وارسا غونډه کې له افغانستان څخه په مالي برخه کې د ناټو ملاتړ د افغان حکومت د مشرانو لاسته راوړنه بولي.


















