کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۳/عبدالهادي همت
د ترکیې په ستر ښار استنبول کې د ایا صوفیا مسجد کې د 85 کاله وروسته په لومړي ځل اذان وشو ، دامسجد چې 1500 کاله مخکې رومي امپراطوری پکې د عیسویانو مرکزی کلیسا جوړکړی وه ، عثمانی امپراطوري خلیفه سلطان محمد فاتح لخوا استنبول ونیول شو ، نو کلیسا یې په مسجد بدله کړه ، کله چې په ترکیه کې د مصطفی کمال لخوا جمهوریت اعلان شو، ایا صوفیامسجد یې په موزیم بدل کړ ، چې تراوسه ترې موزیم استفاده کیږي ، اوس چې په ترکیه کې اسلام پالې واک ته رسیدلي ، زیات مسجدونه چې په ګودامونو او موزیمونو بدل شوی وو ، بیرته يې په جوماتونه بدل کړل ، او دا لومړي ځل دي ، چې په ایا صوفیا کې اذان کوي


















