کابل ټکی کام ۲۳چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر اشټون کارټر وايي، چې تر راتلونکو کلونو پورې به هم د افغانستان په څنګ کې ولاړ وي.
د امریکا دفاع وزیر پرون سه شنبه له غرمې مخکې، افغانستان ته په درېیم ځل په یوه ناڅاپي سفر راغی، له غرمې وروسته یې د ولسمشر غني سره په یوه شریکه خبري غونډه کې، له رسنیو سره د خپل سفر په اړه معلومات شریک کړل.
کارټر افغان ځواکونه وستایل، چې دوی د خپل دښمن په وړاندې په ښه توګه ولاړ دي.
ده وویل، په افغانستان کې پراخ صلاحیتونه د امریکایي ځواکونو په لاس کې دي، هر کله چې وغواړي، کولی شي، استفاده ترې وکړي.
کارټر خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې جنرال نیکلسن ته پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي، او کولی شي، چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د همکارۍ په موخه ترې استفاده وکړي، خپل ځواکونه هلته واستوي، وضعیت کنټرول کړي.
ولسمشر غنی هم په دغه ناسته کې، له کارټر څخه مننه وکړه، او ویې ویل، چې زمونږ دا وعده ده، چې د هر ډالر او هرې افغانۍ به روښانه حساب ورکوي.
ولسمشر غني هغو ته په وینا کې وویل، چې سوله نه غواړي، «د جګړې په ډګر کې به مو ارزوګانې پوره نه شي!».
د یادولو ده، په پام کې ده، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال پایته په رسېدو به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ ته تمدید شي.


















