ګلبهاري بغلان کې د طالبانو پر پراخو فعالیتونو اندېښنه ښودلې

کابل ټکی کام ۲۳چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بغلان د پولیسو قومندان پاسوال نور حبیب ګلبهاري، په بغلان ولایت کې د طالبانو پر پراخو فعالیتونو او خوځښتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي رسنیو ته وویل:
«زمونږ له خوا په بغلان کې د جګړې د نشتوالي لامل دا دی، چې دولت خپل پرسونل له لاسه ورکړی، خپل وسایل یې پېچلي جوړ کړي، او مونږ لا هم هېڅ ډول قوت نه لرو، او اوس یوازې په دې هڅه کې یو، چې خپلې پوستې وساتو.».
نوموړي د خپلې ناتوانايۍ سربېره بیا هم دعوه وکړه، چې طالبانو ته یې تلفات اړولي دي.
ده وویل، چې په بغلان کې یوازې مرکزونه په لاس کې لري.
ده یاته کړه:
«دا چې تراوسه پورې عملیات نه دي پیل شوي، مونږ خبر ورکوو، چې ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین د طالبانو په لاس کې دی، او دا مهال یوازې سړک زمونږ په اختیار کې دی، او بس.»
همدا راز یو شمېر سیمه ییزو دولتي چارواکو د دغه ولایت مرکز پلخمري ته نږدې د طالبانو پر پراخ حضور او فعالیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بغلان ولایت اوسېدونکو هم رسنیو ته، په دغه ولایت کې د طالبانو له پراخو فعالیتونو او خوځښتونو څخه خبر ورکړی دی.
د بغلان ولایت داوود نومي اوسېدونکي رسنیو ته وویل، که دغه ولایت ته دولت پاملرنه ونه کړي، د کندز پر برخلیک به اخته شي، او وروسته مټې بډوهل به هېڅ نتیجه ور نه کړي.
د بغلان ولایت یوه بل اوسېدونکی سمیع الله وایي. «واکمن حکومت وحدت ملي نه دی، بلکې د جېب وهوونکو وحدت دی، د دوی د غلاوو له کبله زمونږ په ولایت کې طالبانو پرمختګ کړی دی.»



