د الجزیرة نه په مننې
تیره سه شنبه دولتي ګوندونو خبرداری ورکړی دی چی د سوډان په جنوبي ښار جوبا کې به د جګړو له امله بشری وضعیت له بد ناورین سره مخ شي او دی ته یی اشاره کړې ده چې په لسګونو زره خلک د جګړو له امله په تیښته مجبور شوي دي، سره له دې چې اوس مهال د پنجشنبی له ورځی نه په شروع شویو جګړو کی یو څه نسبی نرمي راغلې ده.
ملګرو ملتونو تېره سه شنبه وویل چې نږدی ۳۶ زره نور خلک هم د جوبا له سیمی نه د تیښتې په حال کې دي، او هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شویو پناه ځایونو ته ځانونه ورسوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو یو ارګان ټینګار کوي چې په جوبا کې فوځیان د هغو خلکو مخه نیسې چې د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شویو پناه ځایونو ته پناه وړي، او د یو زیات شمیر ښاریانو د محاصرې خبره یې وکړه ویل شوي دي چی پناه اخیستونکي په کلیساګانو او مدرسو کې محاصره دي نه اوبه لري او نه غذایې توکي لری اوپه بدوصحی شرایطو کې قرار لري.
د سوډان په جنوب کې ګاونډیو هیوادونو غوښتنه کړې ده چې باید سرتیري پولې د هغه چا لپاره چې غواړې ګاونډيو هیوادونو کې پناه واخلي خلاصې پریږدي څو د احتمالی پناه اخیستونکو لپاره زمینه مساعده وي.
کله چې رئیس سلفاکیرمیاردیت او معاون یی ریاک مشار تیره ورځ بیرته له جګړې نه یو څه ارامۍ ته راوګرځیدل نو نن د دغې نسبي آرامۍ له امله مرکزي بازارونه، سوداګریز محلونه او بانکونه پرانیستل شوي وو.
فرانسوي مطبوعاتي آژانس د خبري سرچینو او عیني شاهدانو له خولې ویلي دي چې د سه شنبې له سهار راهیسې یې هیڅ ډول د درنو او سپکو وسلو ډزو آوازونه نه دي اوریدلي، د تیرو څلورو ورځو پر خلاف د هوایی ډګر تر خوا په سړکونو کې هیڅ ډول د ټانکونو تګ راتګ او په هوا کې د هیڅ ډول الوتکو الوت ندی لیدل شوی او وضعیت نسبتا آرام دی په داسې حال کې چې د تیرې پنجشنبې نه تر دوشنبې سخته جګړه روانه وه.
د الدینکا د قبایلو مشر سیلفاکیر تیره دوشنبه په رسمي ډول په ځایی وخت شپږ بجی د اوربند امر ورکړ او په تعقیب یې د النویر د قبایلو مشر ریاک مشار چې د جګړې دوهم اړخ دې په ځایی وخت د شپې په اته بجې د اوربند اعلان وکړ.
جګړه د تیرې پنجشنبې له ورځې نه د رییس سلفاکیر میاردیت او د هغه د معاون ریاک مشاور د ځواکونو تر منځ پیل شوې وه، چې د طبي او امنیتی سرچینو په حواله نږدې ۲۶۹ مړي او په لسګونو ټپیان یې تر شا پریښودل.
په دغو جګړو کې دوه چینایي سرتیري هم هغه مهال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي چی د هاوان مرمۍ یې په هغه موتر پریوته چې دوی یې د جوبا په مینځ کې له یوه ځایه بل ځای ته لیږدول، همدا راز ښاریان هم د ملګرو ملتونو د سرتیرو لخوا هدف ګرځیدلي او وژل شوي دي.


















