طالب پلوه پولیس د خپلې پوستې دوه پولیسان وژلي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۲۳ بصیر احمد

دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د نهرسراج د شیندک مانده په سیمه کې پرون ماذدیګر یو تن پولیس په پوسته کې دننه دوه تنه پولیس ووژل او له یو میل کلاشینکوف سره یې تر طالبانو ځان ورساوه. د هلمند ولایت مسئولو چارواکو پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو طالبانو د یو خبر په ترڅ کې ویلي چې پولیس د دوی نفوذي مجاهد وه چې په بریالیتوب سره یې خپل کار ترسره او له یو میل کلا شینکوف سره تر مونږ راورسیده د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه له څلورو کلونو راهیسې پرلپسې هڅې کوي چې د طالبانو د نفوذي کسانو مخه ونیسي خو تر اوسه پدې کار کې بریالي شوي ندي دا وجه ده چې په دولتي نظامي لیکو کې یو تربله سخته بې باوري را ټوکیدلي ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button