امریکاپه افغانستان کې د ولس وژنې هوډبیا تازه کړ

سرلیکنه
امریکا چې په افغانستان کې ېې دسولې ترنامه لاندې دافغان ولس په وژنود ۱۵کالو راپه دېخوا جګړه پیل کړي یوځل بیا ېې دافغان بې ګناه ولس دوژنې هوډ دافغانی چارواکوسره دنوروپوځونوپه رالیږلو تازه کړ.
اوباما د خپلې نوې پالیسې په چوکاټ کې په افغانستان کې د امریکاپه مشرۍ د بهرنیوپوځونو جنګې ماموریت د۲۰۱۴کال پورې ښودلی و.
نړیوالوته ېې په سترګوکې د خاوروپه اچولووښوده چې د مهالویش له مخې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.
امریکا د تاریخ په اوږدوکې د افغانستان سره له ډیروکړو ژمنو پښه اړولې ده او افغانان ېې دګړنګ پرسر پریښې دې هغه ژمنې ترسره کوي په کوموکې ېې چې خپلې ګټې نغښتې وي ،ترڅوچې په افغانستان کې جګړه روانه وي امریکا او ورسره ملګري هېوادونه پرې د خپلو ګټو په خاطر خوښ دي .
به افغانستان کې دامریکايي پوځونوقوماندان جنرال نیکولسن وايي د شتوپوځونونه علاوه به ۴۰۰نورپوځونه افغانستان ته نږدې ځاې پرځاې کړل شي.
د جنرال نیکولسن په وینادا عسکر به تیار وي چې د اړتیا په وخت کې افغانستان ته واستول شي خو داېې نه دي ویلي چې افغانستان ته نږدې ېې په کوم ځای کې ځای پرځای کړي دي.
امریکایي چارواکي په ډیره سپین سترګۍ سره وایی چې افغانستان ته د ناټو د تړو ن ،روزنې او مشورې د ماموریت د تعهد په اساس نور۴۰۰پورځونه لیږل کیږی خو په هغه تړون سترګې پټوي چې په افغانستان کې ېې د ناټو د جنګي ماموریت د پای ته رسیدو په اړه کړی و.
په افغانستان کې چې یوڅاڅکی وینه توییږي ددې مسئولیت په هېوادکې د جګړو د پیلو کوونکو په شمول ددې موجوده ادارې پرغاړه دی د پردیوپه لاسونود خپل ولس په وژلو او ځان پرې ساتلو څخه د نړۍ پرمخ بل سترجنایت نه دی لیدل شوی.
موجوده اداره به بهرني عسکر چې د ولس په وژنوېې دا ۱۵کاله خوا سړه نه شوه دامن د ساتلو په نامه بولي افغانان د هربهرني چې په هره جامه کې وي او افغان ولس وژني هغه ته د دښمن په سترګه ګوري او چې وخت پروخت د افغان ولس د وژنو هوډ تازه کوي آخربه د موجوده ادارې د نسکوریدو سبب هم وګرځي.
دموجوده ادارې بې واکي د اوباما پریکړې ته چې په افغانستان کې ېې دمیشتو عسکرو علاوه نور۴۰۰عسکرزیات کړل په خوښۍ ونڅیدل خو د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټرپه کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د تیروخت نه به دامریکايي عسکر و دجګړې صلاحیتونه زیات وي مانا داچې امریکا د افغان ولس په اړه د وژنو هوډ کې زیاتوالی هم کړی دی.
امریکايي چارواکي په دې نظردي چې دطالبانو نوی مشر ملاهبت الله یومذهبي سړی او د جګړې مشري پرغاړه نه لري او هم ېې دجګړې په قوماندانانوکې پلویان د تیروطالب مشرانوپه نسبت کم دي خو امریکایی مشاورین بیا دې ته نظرنه کوي چې د روسانو د یرغل په مقابل کې دجګړې قوماندانان د مذهبي علماؤ په فتوا راپورته شول او همدا اوس هم د تیر په څیر د جګړې قوماندانان ترکاملې ازادۍ او خپلواکۍ پورې خپلو بریدونوته دوام ورکوي.
افغاني بې واکه چارواکي په ځای د دې چې دبهرنیوپوځونوپه زیاتوالي دنڅالاسونه واچوي باید په خپل هیوادکې د جګړې ټول عوامل له منځه یوسي ترڅو افغان ولس د امریکاپه مشرۍ دپردیوله وژنو وژغورل شي.



