کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: بلېنډه بدرۍ
مه بوله چې دوی دې نو په ښار پسې راغلي دي
دا د غرونو ژڼي خپل روزګار پسې راغلي دي
پلونه د آسونو ګړندي خو بره تللي دي
اخ څوک څڼیور لکه ښامار پسې راغلي دي
دوی ته به ها ښکلي ماشوم څه له ما ویلي وي؟
دومره ماشومان چې مې دیدار پسې راغلي دي
لار ورته زمونږه چا خپلوانو ورښودلې ده
دا چې اور پرست مو لاله زار پسې راغلي دي
ستا د پلونو خاورې مې رانجو کې ګډې کړي دي
ستوري مې باڼو ته اوس په بار پسې راغلي دي


















