شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ددولتي مسؤلینو ناسم چلند د خبریالانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه کړه 

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
جولای 14, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
94
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

په هر هېواد کې چې جګړه روانه وي  ملکي او نظامي وګړي  پکې وژل کیږي په دې لړ کې خبریالان هم خوندي ندي پاتې شوي که  څه  هم  د نړیوالو قوانینو  پر اساس دیوه هېواد چې جګړه پکې روانه وي  باید د جګړې  دواړه لوري د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په نظرکې وساتي.او پخپل وخت خبرونه د ژورنالیستانو په واک کې ورکړي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د ۱۵کالو راپدېخوا چې د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځونه زموږ  هېواد ته په یرغلیز ډول راغلي  د ملکي وګړو ترڅنګ یې  خبریالان هم وژلي او هم ګواښلي د خبریالانو سره یې د پیښو څخه د خبر په جوړولو کې په مناسب وخت کې مرسته نده کړي..

په افغانستان کې د روانې جګړې د ارزونې په اړه هر کال د بشري حقوقو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ، سیګار او نوربنسټونه بیلا بیلو برخو کې سروې کوي او خپل کلنی راپور ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو ته وړاندی کوي.

په همدی ډول زمونږ په هیواد کې هم د ژورنالیستانو د حقوقو د ساتنې  یو شمیر سازمانونو لخوا وخت په وخت د ارزونې راپورونه جوړوي تر څو د بیان ازادي پکې وارزول شي. د ژورنالیستانو سره د ناوړه سلوک کوم  راپورونه چې نشرته سپارل کیږي زیاتره دولتي چارواکي پکې پړه ګڼل شویدي. .

دمعلوماتو په اساس د خبریالانو پر وړاندي د ۲۰۱۵م کال په پرتله د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاو تریخوالي کچه  د تیر پر تله ۳۸ سلنه ډیره شوې ده. د روان کال په شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو ۵۴ بیلا بیلې پیښې ثبت شویدي چې زیاتره یې.

دامنیتی مسئولینو لخوا د خبریالانو د نیونو، ډبونو، او اخطارونو پیښې دې چې د خبریالانو ژوند ېې تریخ کړیدی.

دتیر مارچ په (۱۷) مه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې د نمانځلو پر مهال د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ژورنالیستانو ته په یوه اعلامیه کې د هغوئ  د ژوند د خوندیتوب ډاډ ورکړ خو بیاهم د دېنه څوک سترګې نشي پټولی چې د خبریالانو په وړاندې  د تاو تریخوالي پیښې  پخپله د دولتي مسئولینو لخوا  زیاتې شویدي. د خبریالانو دحقوقو ساتنې ادارې په سږني راپور کې د .

لسو تنو خبریالانو د مرګ پیښې ثبت شویدي  چې د پړې ګوته یې طالبانو ته نیول شوي. چې پدې کې د طلوع تلویزون هغه اووه تنه خبریالان هم شامل دي چې طالبانو د یو سرتیري برید په ترڅ کې وژلي. طالبان د یک او طلوع تلویزون خبریالان د ازادو رسنیو آزادو ژورنالیستانو په توګه نه پیژني او وایي چې د یک او طلوع تلویزونونه د یرغلګرو د استخباراتي شبکو ځالې او خبریالان یې د جاسوسۍ دندې پرمخ بیایي..

دامهال په هېواد کې هغه خبریالان چې په دولتي رسنیوکې کار کوي او آزاد فعالیت او رسنیوته لاس رسی نه لری ځکه خو یې کاري کیفیت هم چندان غوره نه ښکاري او خلکو ته د راپورنو او خبرونو په برخه کې د باور وړ نه ښکاري. یو شمیر ازادې رسنۍ چې په بهرنیو مرستو پیل شوي وې د مالي ستونزو له امله سقوط او یا د سقوط سره مخ دي دفعالیتونو کیفیت یې تر ټولو تیټې کچې ته رسیدلی.

د افغانستان د اساسي قانون دمطبوعاتو د قانون له مخې حکومت مکلف دی چې آزادې رسنۍ تنصیر او د خبریالانو امنیت خوندي کړي خو موجوده حکومت پدې برخه کې پاتې راغلی نه تنها دا چې مرستې نه دي ورسره کړي بلکې لوړ پوړو چارواکې یې خبریالان ګواښلي، ډبولي او نیولي هم دي

که څه هم د نۍ اداره لکه څنګه چې ښایي خپلواکه نده ولې بیا یې هم  د دولتي مسئولینو د ناسم چلند په اړه په وار وار شکایتونه کړیدي  مګر کوم ځای یې نه دی نیولی او د خبریالانو حقوق کما حقه نه دي تأمین شوي. .

د بیلګې په توګه : خبریالان زیاتره وخت د خپل ژورنالیستیک مسئولیت له مخې په اداري فساد او د مخدره موادو د تجارت په اړه خبرونه او ګذارشونه تهیه کوي چې پدې برخه کې د حکومت لوړپوړي چارواکي او امنیتي مسئولین پکې ککړ یادیږي او بیا همدغه دولتي چارواکي او امنیتي مسئولین خبریالان په مرګ ګواښوي.

چې یو شمیر خبریالان په مرموز ډول وژل شوي او تر ننه یې نه چا پړه پر غاړه اخیستي او نه یې د پلټنو کومه  پائله معلومه شویده.

مونږ د بیان د آزادۍ په لړ کې او د خبریالانو د حقوقو ترپښو لاندې کیدو په اړه د ملي وحدت حکومت ګرم او ملامت ګڼو او وړاندیز کو چې باید خپل قانوني مسئولیت اداء کړي، آزادو رسنیو او خبریالانو ته د ګواښونو پر ځای د مرستې لاس وروِغځوي او نشراتي مواد یې هیڅکله سانسور نکړي..

مخکینې مطلب

په غزنی کې د دار التأدیب ماشومان له ګڼوستونزوسره مخ دي

بل مطلب

غزل: فتحان حنفي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com