کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې یې ۱۰ پوستې نیولي دي.
طالبان وایي، د دغې ولسوالۍ اړوند د پول مومن او ګور تپې سیمو کې یې د افغان پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
خبرپاڼه وایي، د دغو بریدونو په پایله کې، ۱۰ پوستې په ټولیزه توګه د دوی لاسته ورغلي دي، ۴ پولیس یې وژلي او ۱۰ نور ټپیان دي.
طالبان وایي، دوی ته هېڅ نوعه زیان نه دی اوښتی.
خبرپاڼې لیکلي دي، چې جګړه تېره شپه شاوخوا ۲:۰۰ بجې پیل شوه، او نن سهار ۵:۰۰ بجې پای ته ورسېده.
طالبان همدا راز ادعا کوي، چې په دغه جګړه کې یې ۱ عراده (MB) ټانګ، ۶ موټرسایکلونه او په زیاته پيمانه نظامي مهمات او وسلې نیولي دي.


















