کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۸ عبدالهادي همت
طالبان وایي تیره شپه دولس بجې خارجي ځواکونو د داخلي کمانډو عسکروپه ملتیا دګرشک ولسوالۍ د نهرسراج د یکلنګ په سیمه کې د طالبانو د جنګ په لومړۍ کرښه دچورلکو په مټ چاپه واچوله ،د طالبانوسنګرونوته لانه ورسیدلي چې دمینونو څو پرلپسې چاودني ورباندې ترسره شوې چي ګډو عسکروته يې ګڼه مرګ ژوبله واړوله
خارجي اوداخلي عسکر بې له کومې لاس ته راوړني بیرته له سیمي ولاړل
د هلمند امنيتي چارواکي هم مني چې به یاده سیمه کې عملیات ترسره کړي دي دوی د شپږو طالبانو د وژلو او پنځو نورو د نيولو ادعا کوي.
په هلمند کې د هلمند- کندهار د لويې لارې د پوليسو قوماندان سمونوال عبدالستار خان نورزي رسنیوته ویلي دي چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د يکلنګ په سيمه کې چاڼيز عمليات کړي دي.
هغه وويل: دغه عمليات مو له هوايي ځواکونو سره په همغږې ترسره کړل او د طالبانو پنځه پټنځايونه مو په نښه کړل.
د هغه د معلوماتو له مخې چې په عملياتو کې شپږ طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.


















