سرليکنه
په نږدې وخت کې هېواد ته دامريکا دوه لوړپوړي چارواکي راغلل د دفاع د وزير په اړه خو رسنيو ليکلي وو چې په ناڅاپي توګه يي افغانستان ته سفرکړی او د لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ سفرپه اړه امريکايي رسنيو وليکل چې په افغانستان کې دامينت د ټینګښت، د ملي پوځ سره د تمويل او تجهيزپه اړه دامريکا د دريځ پخلى کوي.
د لوې درستيز دمخه چې کابل ته دامريکا د دفاع وزير راغی هغه هم د ډاکټر عبدالله او اشرف غني سره دامنيت په ټينګښت، دامريکا د مرستو په دوام او نورو اړينومسئلوخبرې وکړې د دواړو امريکايي چارواکو خبرې په يوه موضوع متمرکزه وي او سفرونه ېې په کم وخت کې په بيړه سره وکړل چې دامريکايي چارواکوهمدې پرلپسې کابل ته راتلو يو لړانديښنې رامنځته کړې.
اوباما خو په خپله وينا کې په افغانستان کې د خپلو پوځونو د نه کموالي لاملونه دطالب وسله والو پرلپسې بريدونه بللي وو او ويلي ېې وو چې دامريکا پاليسي د افغانستان په اړه يوڅه بدله شوه دهغه اعلان چې په تدريج سره به ټول بهرني پوځونه له افغانستانه ووځي د اړتياپه صورت کې مو دایستلوپرځای خپل پوځونه ميشت وساتل او د تمويل او تجهيزموضوع هم روښانه شوې وه.
داچې د کومو موخو لپاره دامريکا دوه لوړپوړي چارواکې کابل ته يوپه بل پسې په کم وخت کې راغلل هدفونه ېې پټ وساتل شول او هغه انديښي يي بيا رامنځ ته کړې چې څه موده دمخه د حکومت په اړه په يوه کال کې دسقوط راپورونه خپاره شول .
د افغانستان په اړه څارونکي او تحليلګر دهرامريکا يي لوړپوړي چارواکي سفرته په بيل بيل نظرګوري، وايي په هيواد کې روان حالت يوې کودتا ته نږدې شوی دى خودا چې امريکايي چارواکي کيدونکي کودتا په نږدي وخت کې اړينه بولي او که ورته فرصت ګوري د دې جاج اخستلو او نظرونوخپلولو لپاره دفاع وزير په بيړه کابل ته راورسيد.
امريکا او د سیمې هېوادونو دا درک کړې ده چې په افغانستان کې د طالب وسلوالو د نيول شوو سيم وترڅنګ دنوروسيمود نيولو انديښنو، د ارګ د لومړي مرستيال دنارضايتيو ژوروالي او د دفاع پر وزرات د خپل منځي اختلاف په زياتوالي لوی درستيزسره همدا او دې ته ورته موضوعات وو چې له ځانه سره ېې راوړي وو.
امريکايي چارواکي داسفرپه افغانستان کې د طالب وسله والو د بريدونو د زياتوالي او د افغان ځواکونوسره د مرستو ډاډ چې افغاني چارواکو ته ېې ورکړي ځانګړې موخه بولي خو ددې ترڅنګ نور يو شمير مسايل هم شته چې موجوده حکومت ېې دننګونوسره مخ کړی دى.
په تيرو لسو ورځو کې دامريکا د دفاع وزير او لوې درستيز کابل ته راتګ به دافغانستان او امريکاترمنځ اړيکې نوي پړاوته داخلې کړي او که به يي دامريکااو ترکيې په څير آخري پړاو ته ورسوي چې سره د ناټو د غړيتوب او د عراق په يرغل کې امريکاته دانجرليک دهوايي اډې په اختيارکې ورکولو ېې داردوګان په وينا دفتح الله ګولن دپلويانولخواپه ترکيه کې پوځي کودتاوکړه .
اوس به د ترکېې د کودتا نه په تعبيرسره ګوروچې آيا د دوه امريکايي چارواکوپرلپسې کابل ته راتګ به انديښنې زياتې او که به ېې راکمې کړي؟.

















