دترکېې ناکامه کودتابه د ناټوپه ړنګیداکې  کامیابه شي

سرلیکنه

د ترکېې ولس د اردوګان په سالمه رهبرۍ پوځې کودتا ښه په میړانه ناکامه کړه چې نه یواځې د ترکېې د ولس د سرلوړۍ بلکه د ټولو ولسپالو رهبرانو لپاره د عبرت یو درس وګرځید.

که څه هم د ناکامې کودتا طرح او ورسره ملګري ېې نیول شوي او د خپلې ناکامې کودتا په اړه ېې اعتراف کړی دی خو ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د کودتا ګوته په امریکاکې میشت فتح الله ګولن ته نیولې ده .

ګولن په ترکیه کې زیات شمیر مذهبي پلویان لري چې په پوځ کې ېې هم نفوذ کړی دي .

اردوګان وایی چې ګولن د خپلو پلویانو په وسیله په ترکیه کې کودتا وکړه خو د ولس په ایماندارۍ سره  ناکامه شوه .

په لومړي ځل کې نړیوالو رسنیود اردوګان لخواپه ګولن د کودتا د شک راپورونه ورکړل خو چې اردوګان له امریکاڅخه د ګولن د سپارلو غوښتنه وکړه شک په یقین بدل شو.

د امریکا او ترکېې ترمنځ اړیکې مخ په خرابیدو دي چې اردوګان د مخه هم په شفاهي توګه له امریکاڅخه د ګولن د سپارلو غوښتنه کړې وه خود ناکامې کودتا وروسته ېې ترې په کتبې توګه د سپارلو غوښتنه وکړه.

په ترکیه کې دامریکا لخوا په کودتا کې دګولن په نه لاس لرلو ټنګار او د اردوګان په لاس لرلوپوخ یقین به د ترکېې او امریکا اړیکې دومره ترنګلې کړي چې امریکا به په ناټوکې د ترکېې غړیتوب له منځه یوسي او اردوګان هم نورنه غواړي د ناتوپه غړیتوب له امریکاسره ولاړپاتي شي.

د راپورونوپه اساس د ترکېې او امریکا ټول تړونونه به د ګولن په نه سپارلو له منځه لاړشي چې ددې تړونونوله منځه تلل په د ناټو د ړنګیداسبب شي .

دنړۍ تر۲۳زیاتوهېوادونود ترکي ولس میړانه ستایلې چې په تشولاسونوېې د هواېې اوپلوپوځي کودتاچیانو لاسونه وروتړل.

د ترکيي کودتاچیانو غوښتل دقذافي او جمال عبدالناصر په څیرد کوتاپه وسیله  واک ترلاسه کړي اوبیا پرې خپل  حکومت وکړي خو د ترکېې ولس له نوروهېوادونو سره توپیر لری د۱۹۶۰میلادی کال راپدېخواپه ترکیه کې درې ځلې کودتاګانې و شوي خو پوځ به په بارکونوکې و.

ددې کودتاهدف داردوګان په وینا واکمنې وه چې په امریکاکې د ګولن لخوارهبري کیده .

د اروپایی ټولنې څخه د برتیانیې په وتلو سره د نوروهېوادونو سره د وتلو سوچ پیداشو اوس د امریکاپه مشرۍ د ناټوڅخه دوتلوپه فکرکې دي.

ترکېې امریکاته پرعراق د یرغل پرمهال د انجرلیک هوایي اډه په واک کې ورکړه خواردوګان ته ېې چې  په شهدوکې زهرورکړل داډول به ېې نوروهېوادونوته هم ورکړي.

په ترکیه کې د پوځ ناکامه کودتا د ناتود تړون په له منځه وړلو کې کامیابه ښکاري ځکه چې ترکیې د امریکا سره د ګولن په نه سپارلو تړونونه لغو کړي د ناتو تړون بیا ړنګ دی .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button