په ګرده نړۍ کې یواځینی هیواد چې خپل قومیت او ملت اسلام ګڼي

ترجمه : عزالدین ایبک

په ګرده نړۍ کې یواځینی هیواد چې خپل قومیت او ملت اسلام ګڼي او د دې زمانې زیاتره مسلمانان تر اوسه په دې اړه هیڅ خبر هم نه دي.

دمالدیف جزیرې د ختیځ هغه یواځیني آسیایي هیواد دی چی نفوس یې  ۱۰۰٪ مسلمانان دي.

سره له دې چې دغه هیواد له بدو چیلنجونو سره مخ دی لا هم د حدودو او میراث په اړه اسلامي شریعت تطبیقوي.

د مالدیف د قانون له مخي د مالدیف هر وګړی چې د دې هیواد تابعیت لري باید چې مسلمان وي، او د اسلام نه د ګرځیدو سره سم یې تابعیت سلب کیږي، او له مسلمان پرته هیڅ وګړي ته، چې هر څنګه وي، تابعیت نه ورکول کیږي.

په دې اړه د مالدیف د اسلامي شؤونو وزیر محمد علی شهیم په یوه مرکه کې چې د الکویت له الرأی سره یې لرله وویل چی: د مالدیف قانون په اسلامي نړۍ کې له نادرو قوانینو څخه دی، ځکه چې دا قانون د اسلام محافظت ته یو قانوني ځواک ورکوي.

 مصري تحلیلګر او لیکوال محمد بیومی په خپله یوه اوږده مقاله کې د مالدیف په اړه لیکلي دي چې په مالدیف کې له رجم او لاس پریکونې پرته نور ټول حدود تطبیق شوي دي دا د دې لپاره چې د غلا او بدو کارونو ارتکاب متلاشي کړای شوی دی.

دا چې دغه مسلمان ملت د اسلام د حنیف دین پر لارښوونو منګولې ټینګي کړي دي او له هغه وخته چې ابوالبرکات البربري د توحید او اسلامي سمې عقیدې ونه د مالدیف په جزیرو کې نهال کړې ده بیا دې هیواد بل دین او عقیدې مخالف مسلک په سترګو ندی لیدلی.

سره له دې چې په بې شمیره ډول هڅه وکړای شوه چې په دغه هیواد کې د نصرانیت زړی نهال کړای شي خو په هر ځل دغه مستبشرین د ابو البرکات د بچیانو لخوا د کلکو عقیدو په لرلو سره ټکول شوي دي.

دا سره له دې چې د مالدیف اوسیدونکو ته د دوی د تیرایستلو ډیرې مالي مرستی په مخ کی کیښودل شوې او حکومت د سیمه ایزو خلکو په فشار وروسته له هغی چی د هغوی د اوسیدو پر مهال د هغوی تبشیری فعالیت ثابت شو دغه پردي پالي خلک چې پکی مدرسین او سایحین هم شامل دي له دې هیواده شړلي دي.

مالدیف پخوا هم د خپل پخواني ولسمشر (نشید) په مخ کی هغه مهال ودرید چې غوښتل یې مالدیف د بربادۍ خواته بوزي، کله چې هغه د مالدیف په پایتخت (ماله) کې د یوې کلیسا د جوړولو په اړه خبرې سختی کړې او دا سره له دې چې په مالدیف کې یو نصراني هم وجود نه درلود، د یو څو دولتونو سره د دولتي موافقې په بنا د بوذا یو بوت په مالدیف کې ځای پر ځای کړل شو نو هندي کارګران یې د عبادت لپاره ورتلل نو مالدیفیانو انتقاد وکړ پخوانی ولسمشر محمد نشید قاضی القضاة په جنایی محکمه کې د همدې موضوع په سبب بندي کړ، نو خلک پایتخت کی د ۲۲ ورځو لپاره راووتل څو قاضی خوشي کړی او بوتان ویجاړ کړي.

ولسمشر نشید د لاریون کوونکو په  ټکولو پولیسو ته امر وکړ خو دا چې خلکو په مالدیف کې یو بل پیژندل نو پولیسو انکار وکړ، بیا یی پوځ ته امر وکړ چی پولیس وټکوي پوځیانو هم له دې نه انکار وکړ نو ولسمشر مجبورا له قدرت نه لاس واخیست.

 شیعه ګانو هڅه وکړه چې شیعه فکر د هند د شیعه ګانو له لارې او د فاتح ابو البرکات د هویت  تزویر د کوشش له لاری د مالدیف جزیرو ته ورسوي هغه چې نږدې ورسره موقعیت درلود، خو ابو البرکات د شیعه ګانو د بریدونو په مقابل کې ودریدو، او مالدیف یې دشیعه توب نه وساتله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button