جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د خالص بابا د اتم تلین په مناسبت‎

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 20, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
18
ځلې شریک شوی
223
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

رالیږونکی : قاضی عرفان

د دې عظیم انسان د وفات د اتم تلین په مناسبت!

د خالص باباپېژندنه، زده کړه،لیکوالي او نور ګټور مالومات.

پېژندنه:

مولوي محمد يونس “خالص” (۱۲۲۸ ل. = ۱۹۱۹ ز. – اکتوبر، ۲۰۰۳ ز.) د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ د گندمک د کلي (قاضيانوکلا) زيږيدلى. مولوي صېب په افغانستان کې يوه پېژندل شوې ټولنيزه، سياسي او مذهبي څېره ده، چې ظاهرشاي پير څخه يې په خپلو ولس راويښوونكو حماسي شعرونو په وسيله د هغو نادودو او نارواو خلاف افغان ولس راويښولو كوښښ وكړ، چې تش په نامه ډېموكراسۍ په دودولو يې د اسلام او مسلمان په بدنامولو پسې مټې رابډ وهې وى. د روسانو د يرغل وروسته يې په عملي توگه جهادي غورځنگ کې خپله پرېكنده ونډه واخيسته، او د (افغانستان اسلامي حزب) په نامه غورځنگ بنسټ يې كېښود او تر مړينې پورې يې د هر ښكېلاكي ځواك پر خلاف ددې غورځنگ مشري پر غاړه وه.

زده کړې

ښاغلی خالص خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق او نورو علماؤ څخه وکړې او بيا د نورو ديني کتابونو د لوستلو لپاره چې د ده مور او پلار يې ډير هيله مند و سرحدي سيمو ته ولېږو.د ځينو علماؤ څخه يې يو شمېر کتابونه ولوستل او بيا له هغه ځايه د خپل مشر ورور مرحوم مولوي محمد يوسف سره د درس لپاره د “ديوبند” مشهورې مدرسې ته لاړ خو هلته په رسېدو ورته معلومه شوه چې د همدې مدرسې څخه يو نوي فارغ شوي مشهور ديني عالم مولوي عبدالحق (رحمة الله عليه) د سرحد په اکوړه خټک کې مدرسه جوړه کړې نو دوى بېرته راستانه او د اکوړه خټک په “حقانيه” مدرسه کې يې په درس پېل وکړ. د څه وخت لپاره يې هلته او د سرحد په نورو ځايونو کې درسونه وويل او د علم د فضيلت او وياړ څخه ډکه او قدرمنه پټگۍ يې وتړله. او لدې امله چې هغه دېر ذهين ؤ د کتابونو د لوستلو سره سره قرآنکريم حفظ کړ.

دندې

مولوي “خالص” د 1320 هـ، ش په لسيزه کې بېرته هېواد ته ستون شو څه وخت يې ديني طالبانو ته تدريس وکړ او بيا د عدليې د وزارت لخوا کابل کې د “دارالقضاة” په مدرسه کې د استاد په توگه وگومارل شو، څه موده وروسته بيا د مطبوعاتو په رياست کې د ” تربيۀ افکار” په عمومي مديريت کې يې د مامور په حيث او بيا وروسته تر څو کلونو پورې د (پيام حق ) مجلې د مسئول مدير په توگه کار وکړ چې په همدې مهال څو کاله د راديو کابل سهارنى پروگرام د همده لخوا د قرآنکريم په تلاوت او تفسير سره پيل کېدلو. مولوي محمد يونس “خالص” په همدغه لسيزه کې په خوست کې د (وړانگې ) ورځپاڼې د مسئٍول مدير په توگه هم دنده ترسره کړې ده او همدلته د پښتورگو په تکليف اخته او د تقاعد غوښتنه يې وکړه . د 1340 هـ ش لسيزې په پېل کې يې د کابل په عربي دارالعلوم کې د استاد په توگه تدريس پيل کړ او څه موده وروسته د ننگرهار د (ملکيارهوتک) په متوسطه کې د استاد په توگه توظيف شو چې لدې څخه وروسته په حصارک غلجائي او بيا د خوگياڼيو ولسوالۍ مربوط د هاشم خيلو په ابتدائيه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه مقرر شو. مولوي “خالص” په 1349 هـ ش کال کې دا دنده پريښودله او په همدې کال کې يې د لومړي ځل لپاره د بيت الله شريف د حج فريضه اداء کړه . مولوي “خالص” د 1350 هـ ش لسيزې د لومړنيو کلونو په پېل کې په کابل کې د بيهقي نشراتي اداره کې دنده په غاړه واخيستله چې څه موده وروسته يې کار پرېښود او پخپلوکورنيو چارو بوخت شو. په 1353 هـ ش کال کې د ده مشر ځوي مولوي محمد نسيم “عابد” چې د مزار شريف د اسديې په مدرسه کې استاد و د داود خان د حکومت لخوا ونيول شو (هغه بيا زندان کې په شهادت ورسول شو).

سياسي ډگر

مولوي “خالص” په 1354 هـ ش کال کې لدې امله چې مشهور کمونستان د سردار محمد داؤد په اداره کې په لوړو چوکيو بوخت او نفوذ يې ورځ په ورځ زياتېدلو سرحدي سيمو ته په هجرت کولو اړ شو. هغه چې د پخواني بادشاه محمدظاهر شاه له وخته د بې دينۍ پرضد مبارزه پېل کړې وه د هجرت څخه وروسته يې په کال (1357 هـ ش 1978 ميلادي) کـې د کـمونستانو د منځته راتگ څخه سمدستي وروسته د افغانستان د اسلامي حزب په نوم گوند اعلان کړ او د چنگاښ په مياشت کې د عملي جهاد د پيل لپاره ننگرهار ته لاړ . دې گوند د کمونستانو او روسانو پر ضد جهاد کې خورا فعاله ونډه واخيسته چې په کال (1358 هـ ش 1979 ميلادي ) کې مولوي “خالص” پخپله ننگرهار کې د (توره بوړه ) مشهور جهادي مرکز تاسيس کړ . د مولوي محمد يونس “خالص” پلار ملا عبدالاکبر د انگريزانو پر ضد جهاد کې برخه اخيستې وه او مولوي “خالص” د (1357 هـ ش) کال د سرطان له مياشتې څخه د نجيب الله د رژيم ترسقوط پورې پخپله جهاد کې برخه اخيستله . هغه د جهاد په اوو رهبرانو کې يواځنى جهادي مشر و چې پخپله به جهاد ته تللو او هلته به يې هر څه پخپله رهبري کول. مولوي “خالص” پخپل منځي جگړو کې هيڅ وخت هم برخه نده اخيستې او هم يې د کمونستانو او روسانو په گډون د يو لادين قوت سره هم سازش ندى کړى . مولوي محمد يونس “خالص” د پښتو ژبې خورا ښه وتلى شاعر او ليکوال ؤ د هغه شعر ډيرې ځانگړتياوې درلودې چې د( بډه )، (پوچ کارتوس)، (گوته په غاښ) او (ماراو لړم ) شعرونو يې خورا زيات شهرت موندلى ؤ .

ليکوالي

هغه يو شمېر کتابونه په پښتو او عربي ژبو ليکلي او هم يې له عربي ژبې څخه ژباړلي دي چې د هغو د جملې څخه:
1. ديني ملغلرې
2. اسلامي روح
3. اسلام او انساني تمدن
4. خوږه ترخه (شعر)
5. سپينه توره (شعر)
6. ژوندي اشعار(شعرونه)
7. دامونه او دانې(شعرونه)
8. تور زړو ته يمه توره او سپين زړو ته يمه سپينه(شعرونه)
9. باغي څوک دى؟
10. عقل، تقليد او دنيوي گټې وټې
11. د اسلامي عالم نن او پرون
12. ناوړه دودونه [د عربۍ څخه ژباړه]
13. شرح العقيدة الطحاوية_ ژباړه(پښتو)
14. شرح العقيدة الطحاوية تاليف(عربي)
15. المفاتيح_مفتاح الصرف(لومړۍ برخه)(پښتو)
16. اسلام د ضعيفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو تر منځ(ژباړه)
17. دين او اسلامي تمدن(ژباړه)
18. روح الاجتماع
19. حكمتيار صيب څه وايي؟
20. د حج لارښوونكى
21. د مسووليت احساس د مصونيت زامن دى
22. ديني گټې وټې
23. حساب

رسالې

1. ازموده را ازمودن خطا است
2. ښځه او نر د انساني ټولنې دوه وزرونه دي
مولوي “خالص” په کال 1988 ميلادي کې د امريکا په سپېنه ماڼۍ کې د وخت د جمهور رئيس ( رونالډريگن ) سره په يوه ليدنه کې هغه ته د اسلام د سپېڅلي دين د منلو بلنه ورکړې وه . هغه همېشه پخپلو فيصلو او موقفونو کې خورا قاطع او خپلواک ؤ او ډېر زيات سياسي بصيرت يې درلوده چې د راتلونکي په هکله به د هغه ډېر اټکلونه ټيک او سم ختل. د مثال په ډول کله چې د 1994 ميلادي کال په مارچ کې د ځينيو خيرغوښتونکو د هلو ځلو له امله په اسلام اباد کې د افغانستان د وخت د جمهور رئيس استاد برهان الدين رباني او د جنگي مخالف انجينير گلبدين حکمتيار ترمنځ د روغې جوړې تړون لاسليک شو نو مولوي خالص سمدستي وويل (ماته د دې تړون څخه د وينو بوي راځي) چې بيا څو ورځې وروسته کابل کې يو ځل بيا سختې نښتې پيل شوې او عملاً ثابته شوه چې په دې هکله د مولوي صاحب اټکل پر ځاى و. مولوي خالص د 1994 ميلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پاکستان کې خپله د هجرت موده پاى ته ورسوله او افغانستان ته ستون شو. هغه د 1997 ميلادي کال د جولاي په مياشت کې د پښې د هډوکي د ماتېدو له امله پر ځاى پرېوت چې بيا يې وخت په وخت مرضونه زياتېدل. مولوي “خالص” د2003 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په ناڅاپي توگه ننگرهار کې د خپل کور څخه لادرکه او د امريکايانو پرضد يې د جهاد اعلان وکړ . نوموړى د1385 هـ ش کال د چنگاښ په اته ويشتمه 28، د جولاى په نولسمه 2006 ميلادي کال کې له دنيا څخه سترگي پټې کړې او د هغه د زامنو لخوا په کوم نامعلوم ځاى کې خارو ته سپارل شوى دى . جنت فردوس يې نصيب شه.

لوی ټکي: خالص بابادیوبندریګنعبد الحقمجاهدین
مخکینې مطلب

په ګرده نړۍ کې یواځینی هیواد چې خپل قومیت او ملت اسلام ګڼي

بل مطلب

په بلخ کې څلور قصابان دخره د غوښي دخرڅلاو په تور ونیول شول

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com