په بلخ کې څلور قصابان دخره د غوښي دخرڅلاو په تور ونیول شول

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۳۰ عبدالهادی همت

د بلخ ولایت پولیسو د څلورو تنو قصابانو د نیونې خبر ورکړ چې په وینا يي د خره غوښه يي پلورله .

د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي دغه څلورته پولیسو د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې نیولي دي .

شیر جان درانی د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي دغه څلور تنو له ډیري پخوا مودې څخه په خلکو د خره غوښه د غوا او پسه د غوښې په نوم خرڅه کړي ده .

د نوموړی په خبره پولیسو تعقیبول چې نن له غرمې وروسته يي ونیول.

دغه څلور تنه چې د شولګره ولسوالۍ د طلاکمرپه سیمه کې نیول شوي خره به يي په پټه حلالول او بیا به يي غوښه په خلکو پلورله.

درانی وايي د پولیسو له څيړنو وروسته به دغه کسان عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپاري.

د یادونې ده دا لومړي ځل نه دي بلکې تر دي وړاندي هم په دغه ولایت کې پنځه داسي قصابان نیول شوي چې د خره غوښه يي پلورله .

په بلخ کې یو قرار دادي قصاب به امنیتي ځواکونو دوه کاله دخره غوښي خوړلي وې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button