طالبانو له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې افغان مهاجرین  ونه ځوروي بلکي ورسره نیک چلند وکړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۳۰ عبدالهادي همت 

په پاکستان کې  دافغان مهاجرینو دستونزو په  اړه د اسلامي امارت اعلامیه

  هغه افغان مهاجرین چې په ګاونډي  هیواد پاکستان کې میشت دي، ویل کیږي چې د تورخم د ورستۍ پیښي را په دېخوا ډېر ځورول کیږي ، خصوصاً د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو  رویه انتهايي ورسره سخته  شوي، بې موجبه یې نیسي او دې ته یې اړ کوي چې په هر قیمت وي باید چې پاکستان پریږدي .

  همدا راز هغه افغانان چې د تداوۍ او نورو انساني  ضرورتونو په وجه د تورخم د پولي له  لاري غواړي پاکستان ته داخل شي؛ هغوئ هم له سختو مشکلاتو سره مخ دي .

  د افغانستان اسلامي امارت په داسي حال کې چې له افغان مهاجرینو سره د تیرو درې نیمو لسیزو راهیسي د پاکستان له ورورګلوۍ او صمیمیت ډک برخورد ستايي او د قدر په سترګه ورته ګوري؛ په اوسنیو سختو او حساسو شرایطو کې چې کډوالو افغانانو ته پخپل هیواد کې د استوګني، سرپناه او معيشت هیڅ ډول شرایط برابر نه دي؛ او هم د امریکا په مشرۍ د اشغال جګړه روانه ده، د پاکستان پر مرکزي او د خیبرپښتونخوا پر ایالتي حکومت غږ کوي چې د اسلامي او انساني همدردۍ په آساس او د ښه ګاونډیتوب د احترام پخاطر، هغه افغانان چې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تیروي او یا هغه افغانان چې د انساني مجبوریت له امله پاکستان ته مخه کوي، باید  ونه ځوروي بلکي ورسره نیک چلند وکړي او دغه مظلوم وګړي د انتقام او ناسم سیاست قرباني ونه ګرځوي .

  دغه ډول د پاکستان او افغانستان په ولسونو غږ کوو، چې هغو کړیو او جهتونو ته سخت متوجه و اوسي چې په لوی لاس غواړي د دواړو ولسونو ترمنځ واټنونه او بدنیتۍ را وټوکوي، ځکه د دواړو هیوادونو ملتونه یو له بل سره نه پريکیدونکي دیني، مذهبي، لساني او ملي مشترکات او ګډ ارزښتونه لري، امریکا او نور مغرض لوري د دواړو ملتونو دغه کلکه دیني ورورګلوي په هیڅ بیه نشي تحمل  کولای، نو ځکه په دې هڅه کې دي چې په یوه او بله پلمه د دوئ ترمنځ د تفرقې او نارضایتۍ  تخمونه وشیندي او په ترڅ کې یې خپل یو لړ کرغیړن اهداف تر لاسه کړي .

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۷/۱۰/۱۵هـ ق

۱۳۹۵/۴/۳۰هـ ش ــ 2016/7/20م

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button