فتحان حنفي
نن د ګلاب ګل له یو خار سره جـــــــګړه ده
هم یې له وور هم له انګار سره جـــــګړه ده
که په ښــــکاره دی صحتمند بيمار بیمار دي
دده له دغه غټ بیمار ســــره جـــــــګړه ده
په وجـــــود غټ دي زهرجـن دي، مقابل یې
د ګران له داسي یوښامار سره جـــــګړه ده
له خپل مسیرنه چې دفاع کړي ننګیالی دی
بس په خپل دود یې له اغیارسره جګړه ده
ځې د خــــــــــالد بابا پر لاره قهــــرمان دی
تل یې له غټ او غټ قطار سره جګړه ده
په خپل شعار باندې محکم دي پرې فدا دي
ځکه یې له بد او پست شعار سره جګړه ده
ضمیر یې هیڅ دا بې ننګي زغمـــــلې نه ده
نن یې بې ننګ او له غــدار سره جــــګړه ده
ورته بریا او ستر نصـــــــرت له ربه غواړم
ربه! دخــــوږ جـــــانان، مکار سره جګړه ده
رب! دي ناصـــــر شه د(فتحان) دزړګي سره
چې دي په تش لاس له یوبار سره جګړده


















