کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۳۱ بصیراحمد پاڅون
طالبانو له تیرو دریو ورځو راهیسې د قلعه زال ولسوالۍ پر مرکز، امنیه قوماندانۍ او دفاعي او امنیتي پوستو درنه جګړه پیل کړي وه چې نن ماښام یې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومانداني او ټولې امنیتي او دفاعې پوستې ونیولې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړي خبر پاڼه کې ویلي چې طالبانو په ننۍ جګړه کې د دریو قوماندانانو په ګډون له دیرشو ډیر عسکر پولیس او اربکیان وژلي او ټپیان کړي او اته ټانګونه یې له منځه وړیدي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې طالبانو د ولسوالۍ په مرکز او امنیه قومندانۍ کې ۸ عرادې رینجر، یو عراده هایلکس موټر، ۲ عرادې موټرسایکل، له لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، ډيرو مهماتو او نظامي توکو سره په غنیمت نیولي دي.
وړمه ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي و چې د طالبانو حملې شنډې او پر شاتمبولي او د سر درانه زیانو یې وراړولي دي خو طالبان تیره شپه هم درې پوستې نیولي او څلور ټانګونه یې په ۸۲ ملي متري توپ له منځه وړي او په ننۍ جګړه کې یې د درو تنو طالبان وژل کیدل منلي دي.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر اوباما په افغانستان کې میشتو امریکایي پوځیانو ته ډیر اختیارات ورکړي او ورته ویلي یې دي چې کولی شي د هوایي ځواک تر څنګ پلي سمندري ځواکونه هم د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبانو سره جګړه وکړي.
وړمه ورځ په افغانستان کې د امریکایي قواو قوماندان جنرال نکولسن ویلي و چې د طالبانو سره په جګړو کې یې پرمختګ کړی.
خو دا دی نن طالبانو د قلعه زال ولسوالي پخپل کنترول کې واخیسته او د بدخشان په ولایت کې یې خاش ولسوالي تر اوسه د کلکې محاصرې لاندې نیولي او لسګونه عسکر ، پولیس او اربکیان د خاش ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ کې بند پاتې دي که طالبانو ته تسلیم نشي شاید د ټولو ژوند په خطر کې ولویږي


















