خالق یار احمدزی
د ستا مخ لکه هاله شي را په زړه
مینه مینه زمانه شي را په زړه
.په یو دم چیرې د سیوري لاندې کینم .
د ګودر یوه شیبه شي را په زړه
د غمونو شراب راوړه چې یې نوش کړم
ساقي بیا دې میخانه شي راپه زړه
یرغلګر دې چې بیا مات کړل طالب جانه
دغه ننګ دې همیشه شي را په زړه
دواعش یې په نطفه کې خنثا کړي
ابتکار یې شاهانه شي را په زړه
کرامت مو اوس هم نمنې غلیمه
د کاسې لاندې کاسه شي را په را په زړه
د بیلتون سخت شیبې اوستا خبرې
غیږه را کړه چې دمه شي را په زړه
.د دې خاورې اولس سترګې درپسې دي
ستا تسپې دنګه شمله شی را په زړه
هغه لاړو مسافر شو له دې کلي
خالقیاره که بیا نه شي را په زړه


















