په پروان کې عسکرو د جنازې په ګډونوالو برید کړی ۲۱ تنه مړه او ژوبل شویدي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري۱ بصیراحمد پاڅون

د رارسېدلي خبر له مخې نن غرمه د پروان ولایت سیدخیل ولسوالۍ په انچو سیمه کې عسکرو پر هغه کسانو ناتاره ډزې کړي چې د جنازې له مراسمو څخه وروسته خپل کلي ته په راستنیدو و.

د عسکرو په ډزو کې ۶ تنه بیګناه هیواوال شهیدان شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

دسیمي خلک وایي مونږ د برید په هیڅ علت نه پوهیږو چې ولې عسکرو پر مونږ ډزې وکړې او بیګناه یې په وینو کې لت پت کړو.

د پروان ولایت  چارواکو او د کورنیو چارو وزارت تر دې وخته پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

له دې وړاندې د پروان په ولایت کې ځینو تاجک متعصبینو پر هغو پښتنو کورنیو چې په پروان کې کورونه او جایدادونه لري د تذکرو په ویش بندیز لګولی او نه غواړي چې پښتنو ته د پروان په ادرس تذکرې ورکړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button