ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
په عهد صديقي کې د زکوة نه ورکونکو معامله
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى فرمايي : کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې دنيا څخه تشريف فرما شو او له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه خليفه شو او په عربو کې يو شمير خلکو د زکوة له ورکولو څخه انکار وکړ نو حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه له هغوى سره د جنګ کولو پريکړه وکړه، کوم وخت چې حضرت عمر رضی الله عنه له دې څخه خبر شو نو حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه ته يې عرض وکړ چې ته د لا اله الا الله له ويونکو سره ولې جنګ کوې؟ کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دا دى چې ما ته حکم شوى چې زه له خلکو سره تر هغه وخته پورې جنګ وکړم تر دې چې لا اله الا الله ونه وايي، يعنې چې اسلام راوړي، او چا چې اسلام قبول کړ نو هغه له ما څخه خپل ځان او خپل مال محفوظ کړ، پرته د اسلام د حق او د هغه د باطن حساب د الله تعالى په ذمه دى، حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه وفرمايل : قسم په خداى ! کوم کس چې په لمانځه او زکوة کې فرق (توپير) کوي زه له هغه ضرور جنګ کوم، ځکه چې زکوة د مال حق دى، لکه څرنګه چې لمونځ د روح حق دى، والله : په خداى قسم ! که چيرته هغه خلک (کوم چې د زکوة له ورکولو څخه انکار کونکي دي) که چيرته ما ته د ميږې بچى هم رانکړي کوم يې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړى وه نو زه به د هغوى د انکار له امله له هغوى سره جنګ وکړم، دا يې چې واوريدل نو حضرت عمر رضی الله عنه وفرمايل : په خداى قسم ! زه پوه شوم چې الله تعالى د جنګ کولو لپاره حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه ته شرح صدر ورکړى دى (د الهام په ذريعه) نو له همدې امله زما هم يقين شو چې همدغه (يعنې د جنګ پريکړه) حق او صحي ده ([1]).
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته کله چې د ارتداد وباء خپره شوه نو ډير خلک په دې کې شامل شول، دا په څلورو ډولو ويشل شوي وه، يوه هغه کومه چې د جاهليت لوري ته ګرځيدلې وه مګر دا ډير کم وه، دويم هغه کوم چې د اسود عنسي، مسليمه کذاب او سجاح (ښځې) تابعدار شوي وه، همدغو دريواړو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د نبوت دعوى کړې وه، په کلمه او آذان کې د هغوى د نبوت يادونه شوې وه، د سجاح تابعدارانو ويل چې د دنيا نبي سړي وي او زموږ نبي ښځه ده، اسود عنسي په اخيره زمانه کې قتل کړى شوى وه، سجاح له مسليمه کذاب سره د جګړې کولو لپاره راوتلې وه، مګر د هغوى دواړو تر مينځ مفاهمت وشو، دواړه په يوه خيمه کې سره يو ځاى شول او بيا مسليمه کذاب له سجاح سره نکاح وکړه، او پريکړه يې وکړه چې د سجاح تابعدارانو ته دوه وخته لمونځ معاف دى، په وروسته کې دوى دواړه هم خپل انجام ته ورسيدل، دريمې ډلې اسلام بر حق او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت يې برحق منلى وه، مګر د هغوى وينا دا وه چې د زکوة سلسله په نبي کريم صلی الله علیه وسلم پورې خاص وه په )خذ من اموالهم صدقة طهرهم وتزکيهم بها( ([2]) سره هغوى استدلال کولو، د زکوة اخيستل د رسول الله صلی الله علیه وسلم کار وه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نشته نو زکوة هم نشته، لکه څرنګه چې سهم صفي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خاص وه همدا رنګه د زکوة معامله هم دى، څلورمه ډله يوه بله وه، هغوى له زکوة څخه منکرين نه وه، مګر هغوى ويل چې د زکوة مال مونږ په خپله مصرف کوو ابو بکر رضی الله عنه ته يې نه ورکوو.
پاتې شوه دا خبره چې حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه په دې مسئله کې دومره سختي ولې کوله، د دې ځواب دا دى چې وحې قطع شوې وه، اوس که چيرته ذره قدرې هم سستيا شوې واى نو وړاندې معلومه نه وه چې څومره شيان به په رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې خاص کړى شوي واى او د انکار لار به راوتلې واى، او د اسلام دين به لوبه جوړ شوى وو ([3]).
اګر که حضرت علي رضی الله عنه او يو شمير نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم هم حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه د جنګ له کولو څخه منع کړى وه او ويلي يې وه چې دا د عهد خلافت ابتدائي دور دى، مخالفين ډير زيات دي، هسې نه چې اسلام ته کوم نقصان ونه رسيږي، په دې معامله کې دا مهال توقف کول پکار دي، نو حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه په ډير جرئت او بهادري سره هغوى ته دا ځواب ورکړ چې که چيرته په همدغه معامله کې ټول خلک يوه لوري ته شي او زه يوازې پاتې شم نو بيا هم له خپلې پريکړې څخه تيريدونکى نيم، او د دين د شعائرو او د اسلامي نظرياتو د تحفظ لپاره به په يوازې ځان جنګ وکړم او وې فرمايل )اينقص الدين وانا حى( آيا دا کيدلاى شي چې زه دې ژوندى يم او په دين کې دې کوم نقصان پيدا کړى شي؟ هيڅکله نه، زه کله هم همداسې نشم کولاى.
علامه طيبي رحمه الله ويلي چې حضرت عمر رضی الله عنه )الا بحقه( له زکوة پرته په بل څه محمول کړى وه، نو ځکه هغه رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حديث د اشتشهاد په ډول وړاندې کړ، کله چې حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه ځواب ورکړ او وې فرمايل چې )فان الزکوة حق المال( يعنې )الا بحقه( په زکوة باندې محمول دى، ځکه چې زکوة هم له حقوق ماليه ؤ څخه يو حق دى، لکه څرنګه چې لمونځ له حقوق بدنيه ؤ څخه يو حق دى، يا دا چې حضرت عمر رضی الله عنه دا ګمان وکړ چې له همدغو خلکو سره جګړه کول د کفر له امله دي، هر کله چې دا خلک د لا اله الا الله ويلو اقرار کوي نو کافر کيدلاى څنګه شي؟.
حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه ځواب ورکړ چې جګړه د کفر له امله نه ده، بلکې د زکوة د منع کولو له امله ده ([4]).
([1]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ١٧٩٠، رواه البخاري ومسلم.
([3]) مخلص از تقرير بخاري شريف، ج : ٤، ص : ٨٤، بذل المجهود، ج : ٨، ص : ٦، کتاب الزکوة، وکذا عمدة القاري، ج : ٨، ص : ٢٤٤، قبل باب البيعة علي ايتاء الزکوة.
([4]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١٥٥ – ١٥٨، بحواله : الطيبي، ج : ٤، ص : ٢٤.

















