کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمري۲ بصیراحمدپاڅون
تیره شپه د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ کړسو خوړ په سیمه کې د دفاع وزارت عسکرو دخلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ وورولې چې یو شمیر کورونو ته د زیان تر څنګ یې د یوې کورنۍ یوه ښځه او یو ماشوم شهیدان او دکور سرپرست دوست محمد او یو ماشوم سخت ژوبل کړل.
پدې اړه تر اوسه د ننګرهار ولایت چارواکو څه ندي ویلي. د ملي وحدت حکومت چارواکي د خپلې پالیسۍ له مخې د ملکي تلفاتو په اړه تفصیلات نه ورکوي.
د کړسو خوړ اوسیدونکي په پیښه سخت خفه او غصه دي دوی وایي چې حکومتي عسکرو د څوم ځل لپاره عام کلیوال د طالب په نوم په نښه کوي او وروسته بیا نه عذر غواړي او نه هم د کوم تأسف او خفګان څرګندونه کوي.
پرون هم د پروان ولایت سیدخیل ولسوالۍ د انچو په سیمه کې حکومتي عسکرو د جنازې پر ګډونوالو ناتاره ډزې کړې وي چې ښپږ تنه يې شهیدان او پنځلس تنه یې ټپیان کړي و.
حکومتي ځواکونو په تیرو کلونو او سږکال کې سلګونه ملکي وګړي وژلي خو په کابل کې میشت دملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګي (د یوناما دفتر) هر ځل اویا سلنه پړه پر طالبانو اچوي.


















