کندز: طالبانو مهمه پوسته نیولي او اته تنه کوماندویان یې وژلي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري۲ بصیراحمدپاڅون

طالبانو ویلي: د عمري عملیاتو دګړندي جریان په ترڅ کې له پرون راهیسي د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز او شاو خوا پوستو له څلورو استقامتونو(کلوب، امام صاحب بندر، کندزبندر او دقومندان امیر د کورله خوا) څخه  د مجاهدینو له لوري پراخ تعرضي بریدونه  روان دي.

طالبان وایې چې نن یې د جمالک او کمالک مهمه پوسته په بشپړه توګه نیولي او اته تنه کوماندو عسکر يې وژلي دي.

په کندز کې د ملي وحدت حکومت چارواکي د طالبانو سره په جګړه کې د پرمختګ  خبرونه ورکوي خو پرون په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو یو وکیل په ځغرده وویل چې حکومتي چارواکي خلکو ته دروغ وایي او کاذبانه ډاډ ورکوي.

پرون ازادۍ راډیو هم په یو راپور کې ویلي و چې حکومتي قواو له طالبانو نه د قلعه زال ولسوالي بیرته نیولي ده خو تیر ماښام طالبانو په یو ويډیووي کلیپ کې وښودل چې قلعه زال ولسوالي او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ په بشپړه توګه د دوی په کنترول کې ده پدې ویډیووي کلیپ یو طالب وایي چې حکومتي عسکر ډیر لرې په یوه دښته کې پراته دي او د پرمختګ توان نلري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button