شاعر ذکریا حـقـــــاني
هغه وعدې دې راته ماتې کړې رښتیا غوندې شوې
جانانه څومره بې ښيګڼې نه اشنا غوندې شوې
ما خو په تا باندې د فخر سره ګلونه شیندل
د وخت ملګریا دومره ولې بې وفا غوندې شوې
تا دې رقیب سره په ټولو کړنو ژمنه وکړه
اوس مې له خپله لاسه وژنې بې پروا غوندې شوې
پوهیژم نه چې په تا څه د وخت تأثیر ولویده
د پاکې میني سوداګره د بل چا غوندې شوې
ما خو په خوا د میني لاس ډیر قیمتي درکړی
نن دې په خپله په ځان کړي چې وړیا غوندې شوې
افسوس په دې راشي چې ولې نا امیده شمه
خو ژوندۍ هیلي مې د ژوند سره تنها غوندې شوې
ذکریا مه کوه ګیله چې وخت بدل راغلی
عقیدې ولویدې په ځمکه په ژړا غوندې شوې


















