طالبان څوک دي؟

کابل ټکی کام  لیکنه: ملارفیع الله احمدی”موذن”

زه خو یې ونې که چندان پېژنم. دا پوښتنه مو کاشکې له بوش، اوباما، یا د ناټو له گډونوالو کړې وای. دا څو کلونه کیږي، مشکل ورسره لري، هغوی به یې غالباً ډېر ښه پیژني!.
زه ډېر کوچنۍ وم؛ د 5 او 6 کلونو ترمنځ پدې عمر کې وم زما پلار په یو کلي کې ملاامام و، د دې کلي ملایي یې کوله پدې کلي کې یوجمات و، د ماجت ترڅنگ یوه خړه پړه حجره وه پدې حجره کې طالبان دېره وو، طالبانو ته زما پلار سبقان ویل چاته یو کتاب، چاته بل کتاب، څوک دوه طالبان، څوک به درې طالبان په یو کتاب سره شریکان وو. د دوی سره زما همزولي یا زما څخه په عمر مشران طالبان، څوک له خپل ورور، څوک له کاکا، ماما، یا بل قریب سره د سبق دپاره راغلی ول. دې وړو ته به یې چړیان ویل چړیانو ته به بیا طالبانو سبق وایه.
زما پلار د خپل چړي توب یوه قصه راته کوله چې زه مې دخپل پلار سره په یوه ماجت کې چړي وم. وظیفې به مې راټولولي، پلار مې طالب و، ماته به مې پلار سبقان ویل، پلار به مې د جومات له ملا څخه سبق ویل.
د لرگي تخته د رنگ مشواڼۍ د نی (له لرګي څخه جوړ شوی قلم” درگه”) دا به د خط د زده کړې دپاره د هرطالب سره ضرور موجود و.
چړیان به په کلي گرزیدل، وظیفه به یې راټولوله، کټو به طالبانو پخپله په حجره کی پخوله. مالگه ترخه اورلگیت او د روزمره ضرورت شیان به طالبانو اکثره زموږ له کوره او یا د کلیوالو له کورونو څخه راوړل.
د افغانستان د کلیو دا اصطلاح وه، اوس هم دا اصطلاح موجوده ده، ټولو کلیوالو او طالبانو به د ملا کوروالا ته “مورا”ویله د مورا لفظ د مور څخه اخستل شوی. اودایقینی خبره ده، ټولو ته به مورا د خپلې مور په شان ښکاریدله.
*وازواجه امهاتهم. الایه*
زما پلار به له طالبانو سره د خپل اولاد په شان محبت کاوه، طالبانو زما د پلار سره داسې رویه کوله چې تر ډیره زه نه پوهیدم یقینا ما به وې دا زما وروڼه دي.
زه چې کوچنی وم، د کوچینوالي خوهم عجب تصورات وي، دا طالبان به ماته داسې ښکاریدل، مابه وې د ټولو خلکو یو یو کور وي، دا طالبان خو د هر کور دي، ځکه ټولو به د اولاد پشان مینه ورسره کوله، داسې به په ټولو گران و، د هر کور په دیگ او دیگبربه ور شریک وو، هر کور به په هر څه کې د طالبانو برخه کوله، مابه ویل چې دا طالبان ولې پدې ماجت کې اوسیږي؟ دا کورونه خو د دوی دي، ولې کورونو ته نه ځي؟.
زه هم (ونې که) ملامت وم خو طالبان هر چاته تر خپل ځان ورتیر وو. بیا چې کله لوئیدم ورو ورو پوهیدم…
زما پلار په ماجت کې د تجوید او قرائت حلقه هم درلوده، هر سهار به د نور درس څخه مخکې ټول طالبان، چړیان، زه او زما وروڼه او بعضې کلیوالو پدې حلقه کې د قرائت او تجوید درس لوست.
زما پلار بخاري شریف هم تدریسوله، ډیر په شوق به یې د حدیثو درس ورکاوه، د صحابه کرامو کارنامې، او د دوی شان به یې بیانوه. د رسول کریم ص سره د هغوی محبت، او د رسول کریم ص محبت له صجابه کرامو سره به یې د درس په جریان کې بار بار بیاناوه. زما د پلار مبارک دا عادت و چې د اسلافو، ائمه وو مبارکینو، پیشنیو علماؤ: او خپلو استاذانو کیسې به یې ډیرې په شوق سره کولې، سخته زیات محبت، انقیاد او اعتقاد یې ورته درلود، او ډیر په مینه به یې یادول، د خپلې مدرسې او طالبۍ د وخت کیسې به یې کولې.
ده چې به کله د رسول کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه ص د صحابه کرامو کیسې کولې او د اصحاب صفه وو مبارکینو تذکره به یې کوله، چې داسې صحابه کرام به وو د رسول کریم ص په جمات کې به اوسیدل هلته به دېره وو. د رسول کریم ص څخه به یې احادیث زده کول بیا به یې نورو ته بیانول. نو ما به داسې فکر کاوه ـ زه خو کوچنی وم، د کوچینوالي خوم عجب فکر وي ـ مابه وې چې؛ رسول کریم ص خو زما د پلار په شان دی، او دا د صفې صحابه کرام خو زموږ د کلي د طالبانوپه شان دي، او دا خړه پړه حجره خو هوبهو هماغه صفه ده. خو چې کله لوئیدم ورو ورو پوهیدم…

زما په یاد دي د کوچنیوالي د عمر یو ماښام مې تل د ذهن په تخته ثبت دی، د باندې وم، د کلي له هلکانو سره مې لوبې کولې، د خوشالۍ دوران و، کورته راغلم په کور کې د غم او خفگان وریځ خوره وه، کوچنی طبعاً د مور څخه پوښتنه کوي، مورې، څه دي؟: آغا مې ولې پریشانه دی؟ تاسو ولې ټول داسې خفه ښکاریږی؟ د مور سره پدې خبرو وم، د مهربانه پلار راته پام شو، راته ویل یې، بچیه دعاکوه خدای ته زارۍ کوه په افغانستان کې سور کافر کامیاب شوی.
زه په فکر کې ډوب شوم، په سوچونو کې لاهو شوم، نوي نوي لغات، نوې نوې کیسې مې تر غوږو کیدلې، د پریشانۍ پیري د کوما دښتې ته بوتلم. یو دم مې په پلار ورنارې کړې، آغا! آغا! دا څه وشول؟ څه به پیښيږي؟ ما خو هم لږ پوی کړه؟
ده راته ویل بچیه ترکی کامیاب شو، هغه کافر دی. د روسانو سړی دی، په افغانستان کې یې کودتا وکړه، پاچاهي یې ونیوله. په افغانستان کې (خدای دې نه کا) کفر راولي، اسلام له منځه وړي، ښځې له کورونو راباسي، دین ختموي، حیا ختموي، جماتونه، حجرې، خانقاوې، دیني مرا کز او شعایر له منځه وړي، طالب او ملا نه پریږدي.
زه په سوچونو کې لاهو شوم، ما له ځان سره ویل؛ دا طالبان خو ډیر ښه خلک دي، دا خو په ټولو گران دي، دا نو ولې نه پریږدي!؟
خو چې کله لوئیدم ورو ورو پوهیدم…

زما د پلار خبره ورځ تر بلې رښتیا کیده، نن د دې کلي ملا بوولی، سبا د بل کلي ملا بوولی، همدا سلسله روانه وه، د کلیو ملایان او پیش امامان، له کورونو او جماتونو څخه ایستل کیدل، بندیانیدل او د زندان د تورو پردو شاته د یو نامعلوم سرنوشت په لوري بوول کیدل. حجرې، مدرسې، جماتونه، درسگاوې او خانقاوې بندیدلې، طالبان د خپلو روحاني پلرونو څخه محرومیدل، خپلې بسترې یې تړلې، کتابونه یې کت کول، او د یو نامعلوم معلق انتظار په صحری کې یې شپې تیرولې.
په همدې سلسله کې زموږ د کلي وار هم راورسید زموږ ماجت ته هم د خبیث ترکي د منحوس نظام عسکر د کلي د ملا، زما د پلار د بوولو او بندي کولو په نیت د ولسوال رقعه په لاس راغلل، دا کیسه ډیره اوږده ده، چی خدای نوي کړي هغه نکیږي، د دوی دا هڅه زما د والد صاحب د زیرکتیا او کلیوالو د همکارۍ له وجې ناکامه شوله، عسکر بیرته نا امیده ولسوالۍ ته ولاړل، حجره بنده شوه طالبانو کتابونه کت،بسترې په شا کړې او ولاړل
ماته مې د خپل پلار خبرې چی د کودتا په اوله شپه يې راته کړې وې، راپه یاد کیدلې په سوچونو کې غرقیدم او ورو ورو پوهیدم….

د ترکي له کودتا وروسته افغانستان ته د بدبختۍ دروازه راخلاصه شوه، ټول افغانان په بده ورځ اخته شول، هغه څه پېښ شول کوم، چې پېښ شول، او ټولود سر په سترگو ولیدل.
په دې سلسله کې د افغانستان د ټولو مسلمانانو او علماوو دیني، علمي، عرفاني، او روحاني مشرب د کابل قلعه جواد د حضراتو خانقا او د هغوی ټوله کورنۍ، ښځې، ماشومان، د حضرت ضیاالمشایخ رح څخه نیولې آن تر شیرخور طفل پورې ټول د زندان تورو خونوته واچول شول. په ټول هیواد کې په مجددیانو او د دوی په مبارک خاندان په یوه شپه د منحوس نظام لخوا چاپه ووهل شوه او په دسته جمعي شکل يې ټول بندیان کړل. چې تراوسه پورې ضیاءالمشایخ صاحب مبارک د څلورو ځامنو سره مفقودالاثر دی.
د قلعه جواد حضرات د اسلامي نړۍ په کچه د اسلام یوه خادمه کورنۍ وه، د اسلام او افغانستان دپاره یې سخت زیات خذمتونه کړي. د غزني په شلگر کې د مستوفي په سیمه کې نورالمدارس مدرسه چې جناب نورالمشایخ صاحب مبارک 74 کاله مخکې په 1321 هجری شمسی سنه
کې په خپل لاس مبارک تأسیس او د یو علمي، روحاني، عرفاني، سیاسي، فرهنگي او فکري مرکز په څېر یې اسلامي جامعې ته پېش کړه چې په ډېر لږ وخت کې یې سترې سترې علمي، عرفاني، سیاسي، جهادي، څهرې او کدرونه جامعې ته وړاندې کړل، ټول افغانستان يې په علم او عرفان روښانه او ځلاند کړ، د مسلمانانو عقیدې او اذهان یې په دین ولمانځل.
زما پلار هم د حضرت صاحب له مدرسې څخه فارغ شوی، خپله علمي او عرفاني تنده یې له همدې چینې اوبه او خړوبه کړې. له دې مدرسې څخه د هیواد مشهور مشهور ملایان وتلي، ډېرو طالبانو دلته دیني زده کړې ترسره کړې.
د ترکي له کودتا وروسته چې کله د افغانستان په ملت باندې د خپل جمات او مدرسې “مُلا” چې د پرون ورځې د خړې حجرې خړ “طالب” و، د جهاد ږغ وکړ او د ترکي د کفري نظام په ضد یې مسلح جهاد ته راوبلل، نو ټول ملت په یو آواز، یو اتفاق سره د دوی غوښتنې ته لبیک ووایه، او د مُلا تر قومانده لاندې ټول ملت او د بندې شوې حجرې معلق منتظر طالب په مسلح جهاد شروع وکړه، د بلا قربانیو، کړاوونو، تکلیفونو، او بندیخانو، متحمل شول او په پوره میړانه یې د روسانو او د هغوی د غلامانو مقابله وکړه. د پرون ورځې د خړې حجرې خړ طالب د نجات د پرښتې په شان افغانان د کمونیزم له خونکار، سړي خور أژدها او ښامار څخه وژغورل، آن تر دې چې مجاهدین په کابل ور وختل او واک یې ترلاسه کړ.

کفارو هر وخت د مسلمانانو تر منځ د اختلاف تخم شیندلی، مسلمانان یې د کامیابۍ درشل ته ندي پریښي، د انقلاب د گټلو، او نتیجې ته د رسیدو په لاره کې یې بلا گوډې ماتې ورمخ ته کړي. کله چې مجاهدین پر کابل مسلط شول د اسلامي نظام د قیام په فکر کې شول، نو همزمان د کفارو د همدې حربې چې مخکې مو اشاره ورته وکړه، ښکار، او په خپل منځني جگړو اخته شول، دغه کار کفارو د هغه کړیو، اشخاصو، او نهادونو په واسطه سرته ورساوا، کوم چې لا پخوا له دوی سره وابسته وو، ټول مخلص مجاهدین، علمای کرام، طالبان کیناستل او په دې پېښو کې لله الحمد ملوث نشول، ملایانو تدریسونه شروع کړل، طالبان خپلو حجرو ته ستانه شول اوخپل سبقونه یې ویل.
دې غمیزې هم د افغانستان مظلوم ملت له سلهاوو ناخوالو دربدریو سره مخ کړ. څو کاله دغه ناورین په مظلومو افغانانو مسلط و، او هغه څه پیښ شول کوم چی ټولو افغانانو ولیدل، ټول ملت د شر اوفساد د دورې شاهدان ول چې قلم یې له لیکلو ژبه یې له بیانولو ډډه کوي. ظلم، بربریت، فساد خپل اوج ته ورسید. ټول ملت د غمونو په ټال زنگیده، اوله دې ناورین څخه د نجات په غم او فکر کې ول، بې له خپل خدایه یې هېچاته طمع نکېدله، ټول هک پک حیران وو او په دې سوچونو کې غرق وو چې څنگه به ددې حالت څخه نجات مومي.
هغه و چې لوی ملاصاب مبارک،
دنجات د پرښتې په شان له خپلې خړې حجرې څخه رامیدان ته شو، د طالبانو د تحریک په نامه یې یو افغان شموله آن اسلام شموله برنامه رامخ ته کړه، ټول ملت یې د لوی خدای په فضل په ډېره ستره مېړانه او یو عظیم ابتکار او سرښندنه د نجات ترگودره ورساوا، ښځې یې په کور کېنولې، د اخلاقي فساد مراکز یې وتړل، د شیطان د زهرجن غشي کمان یې مات کړ، اسلامي ټولنه یې د شیطاني ارتجاع څخه چې یهود نصارا او ددوی د فکر زاده ګان؛ چې دا د اوسني عصر روشنفکران یې پېشرفت بولي، وژغورل. مُلاصاحب مبارک پدې کار سره په اسلامي جامعه کې د لوی اخلاقي فساد مخه ونیوله، ماته مې د خپل پلار هغه خبرې چې د کودتا په اوله شپه یې راته کولې راته یاد شوې، چې ترکی ښځې د کورونو څخه راباسي او د مُلا صاحب مبارک ددې فرمان پر تنفیذ او عملي کیدو ماداسې فکر کاوه چې دغه آیت (وقرن فی بیوتکن الایه) اوس نازلیږي. او یو عظیم انقلاب یې راووست، آن تردې چې د ځمکې پر مخ یې د سیاست ټوله نقشه بدله کړه، ټول اسلامي مستضعف امت ته یې د نوي ژوند ساه ورکړه، د اسلامي خلافت، اسلامی امارت فکر یې راژوندی کړ، د سیاسي قاموس څخه لویدلي د ” *خلافت، امارت، بیعت، اطاعت، بغاوت*” لغات بېرته په سیاسي قاموس کې داخل او د مسلمه مستضعف امت په محاورو کې راوستل، د نړۍ له گوټ گوټ څخه د بیعت لاسونه ورته را اوږده شول، ډیرو پوهانو، سیاسي کدرونو، نړۍ وال جهادي تنظیمونو، سترو سترو دیني علماو، مشایخو او د نړۍ په مخ ټول اسلامي امت چې د اسلام غوښتنو ته باوري وو، د دین د تقاضاوو پر بنا یې د حریت، جهاد، اسلامي نظام او خلافت نعره پورته کړه او په همدې فکر کې د کفارو مقابلې ته چمتو وو دغه ټولو د خپل سیاسي، علمي، جهادي بصیرت او سابقې باوجو د خړې حجرې خړ طالب، ساده او ملنگ مُلا سره بیعتونه وکړل او د اطاعت غاړه یې ورته کیښوده.

.ـ.. هغه ساده او ملنگ ملا، هغه د خړې حجرې خړ طالب هغه د ځيرو او وظیفو چړي او هآغه چې مابه په کوچنیوالي زموږ د کلي دا ملنگ، ملنگ، ساده، ساده، طالبانو ته صحابه کرام ور ورته کول، د کوچنیوالي فکر و، نه پوهیدم چې لوی شوم پوی شوم، چې واقعیت بل شان دی دا طالبان د صحابه کرامو په پله روان دي. دوی صحابه وو ته ورته دي، دوی هغه څه کا کوم چې صحابه وو کول، او د هغوی په طریقه روان دي، زموږ د کلي د حجرې ډبره هماغه د صفې ډبره ده، زموږ د کلي د مُلا درس او طریقه، همآغه په نبوي ماجت کې صحابه کرامو ته د رسول کریم صلی الله عایه وسلم درس او طریقه ده، هغوی چې څه کار په مخ اخستی وو زموږ د کلي مُلا او طالب هم هوبهو هماغه کار په مخ اخستی، د دین زده کول، بل ته د دین ورښودل او د سرونو په قربانولو سره د همدې دین ساتل لکه څنگه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه کرامو کول زموږ د کلي مُلا او طالب هم دغه ټول کارونه کوي، زموږ د کلي له مُلا سبق وایي بیا یي بل ته ورزده کوي او د ټول ملت په مشاهده یې د سرونو په قربانولو سره ساتي.
موږ او تاسو ټول شاهدان یو، دا یو څرگند واقعیت دی چې طالبانو په افغانستان کې څه کارنامې وکړې، هیواد ته یې د سولې پیغام راووړ، انارشیزم، شراوفساد او ملوک الطوایفي نظامونه یې ختم کړل، وطن یې له تجزیې او هر قسم تبعیض څخه وژغوره. په اوسني عصر کې یې له پیړیو پیړیو را په دیخوا اسلامي نظام او اسلامي امارت تأسیس کړ.
د اسلام او مسلمانانو ازلي دښمنانو، نړۍ خوارو ښکیلاک گرو، جابرو، ظالمو، یهودو او نصاراوو ته د طالبانو اسلامي نظام او امارت په هېڅ قسم د زغملو او منلو نه وو. بې د کوم دلیل او معقولیته، د ټولو انساني، اسلامي او نړۍ والو اصولو خلاف یې د افغانستان په مظلومو، ځوریدلو مسلمانانو، د دوی په اسلامي نظام او امارت مستبدانه، جابرانه، او ظالمانه نظامي تیری وکړ، افغانستان یې اشغال، او اسلامي نظام یې ختم کړ، د خپلو لاسپوڅو په لاس یې کفري او دیموکراتیک نظام قایم، او مظلوم افغانان یې یو ځل بیا د یوبل ناورین ښکار کړل.
خو.. موږ او تاسو په سترگو ولیدل، موږ او تاسو ټول د دې عیني شاهدان یو چې هماغه د خړې حجرې خړ طالب، ساده او ملنگ مُلا، د حریت او خپلواکۍ امام، د بُت شکنۍ، سیاست، او خلافت مجدد، یوځل بیا د نجات د پرښتې په شان د ټولې نړۍ د مسلمانانو رهبري په غاړه واخېسته او د دوی ارمانونه یې د یهودو، نصاراوو په ځپلو، ټکولو ورپوره کړل، د مسلمه اُمت سره یې په کړیو وعدو وفا وکړه او د سرونو په قربانولو، عملي فدایي کارنامو، د گونتنامو او باگرام په څېر وحشي زندانونو، چاپو، ډرون حملو په زغملو، په تش لاس خو په پوره مېړانه او ابراهیمي “محض توکل” په ساده شکل او طریقه د سپیني ماڼۍ د راچپه کیدو په فکر، په ډبرین هوډ او اراده د جهادي امورو د رهبري کولو په موخه د افغانستان د ننه په جهادي خړه حجره کې دېره ملنگ او ساده ملاصاب د غربي ښامار سره مقابله وکړه او ټول امت ته یې همدا پیغام او الهام پرېښود، ټول امت یې د جهاد، او اسلامي خلافت د قیام په فکر متحد او ټوله اسلامي نړۍ یې د کفري قطب د ښامار مقابلې ته وهڅوله.
بښنه غواړم خبره را نه اوږده شوه کاشکې مختصر مې ویلي وای، چی طالب، یعنې ملا محمد عمر مجاهد

په دې ځای کې د خپل پلار یوه خبره راپه یاد شوله، چې د روسانو د انقلاب پر مهال به یې کوله؛
طالبان د روان جهاد، آینده افغانستان او اسلامي اُمت لپاره یوه لویه سرمایه ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button