
افغانستان د ډیموکراسۍ په لمبو کې(اوله برخه)
لیکنه: سیف الرحمن رحماني
لکه څنګه چې موږ او تاسو پوهیږو چي د هرښه شي پر ضد یو بد شی هم وي همداسې د اسلام د مقدس دین د شرعي نظام پر ضد د ډیموکراسۍ ناوړه، فاحشه، ګمراه کونکې او مکاره فلسفه د کفري هیوادو په ګډه همکارۍ په وجود راغلې ده، چي نه پکې د بشر د فلاح، پرمختګ، ترقۍ او ابادي کوم معلوم مضمون وجود لري او نه هم یو معلوم او روښانه دریځ، ترڅو افراد وکولای شي هغه د هره اړخه تعقیب او وڅاري او ګټه ترې واخلي او هم ولسونه د هغه تعقیب ته را وبلي.
افغانستان یو اسلامي مملکت دی د دې پرځای چې د افغانستان د موجوده نظام مشران اسلامي نظام او قانون ته کار وکړي او د ولسونو څخه د شرعي نظام په قائمولو کې مرسته وغواړي بلکي کړنې یې برعکس دي، پر ولسونو فشار راوړل کیږي ترڅو د ډیموکراسۍ ټولو ښکاره او پټو کفري قوانینو ته غاړه کښیږدي او هم یې خپله د ولسونو په منځ کې په ډیر شرارت د خپراوي هڅې کوي تر څو د غربي لیوانو هغه ارمانونه چې د اسلامي نظام په ورکولو سره پوره کیږي حاصل شي.
ولسونه دا فکر کوي چې د غربي ډیموکراسۍ قوانین د حکومت کولو تګلاره ده او د یو عادي مقصد لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي او پر ولسونو د قانون له مخې عملي کیږي لیکن نه خو ولسونه باید دا خبره په اذهانو کې پخه کړي چې ډیموکراسي کفري او د بشر په لاس جوړشوي بشري قانون دي چې یواځي د کفري هیوادونو لپاره دی، مګر په موجوده دور کې د بدمرغه جاهلي ډیموکراسۍ نظام هم د اجناسو د مارکیټ په ډول ځان ته د تبلیغاتو او پروپاګند بازار ګرم کړی دی.
لکه څنګه چې وینو او لیدلي به مو وي چې کله د اجناسو په مارکیټ کې کوم تجارتي جنس خراب وي، بې کیفیته وي، زیانمن او بې کاره وي خو هغه وخت چې د لالان یې رانیسي وجه او علت یې هغه پیسې وي چې د جنس جوړونکي کمپنۍ لخوا ورته ومنل شي، څو د خراب جنس د ښه تشهیر او د مشتریانو د غولولو لپاره په اشتهاراتو او میډیاو کې یې ستاینه وکړي .
کټ مټ همدغه ډول په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د منحط او بشر دښمنه نظام لپاره په نړیواله کچه تبلیغات کولای شي او په اسلامي هیوادونو کښي د ترویج په خاطر په ځانګړې توګه د اسلامي نظام د مخنیوي په تکل د دښمنانو له پلوه ناوړه تبلیغات کولای شي او د ګردو بشري ستونزو مداوا او مسیحا ډیموکراسي معرفي کولای شي.
په داسې حال کې چې د ډیموکراسۍ اسلام دښمنه نظام دی نو په اسلامي نړۍ کې د موجوده ستونزو، بد امنۍ او عمومي فساد اصلي لامل د ډیموکراسۍ خالق دښمنه، اللّٰه منکره نظام دي. لکه چې همدا اوس زموږ په ګران هیواد او نورې اسلامي نړۍ کې جریان لري. د دې لپاره چې زموږ ځوان مسلمان نسل په هیواد کې د ډیموکراسۍ په وجه د روان ناورین د له منځه وړلو او د ډیموکراسۍ له حقیقته خبر شي نو باید دا سلسله تر ولسونو ورسوو .
نور بیا…



