(کابل ټکی کام تلې۱۳مه/۱۳۹۴ل)
تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبر کې ويلي دي چې، د ځینو مالي ستونزو له امله نشو کولاي چې د افغانستان او زمبابوې راتلونکې سیالي په مستقیم ډول له تلویزونو څه خپرې شي .
د افغان کرېکټ بورډ یوتن رسنیو ته ویلي دي چې خپله زمبابوې نشي کولاي چې د کرېکټ راتلونکې لوبه په ژوندې ډول له تلویزونو څخه خپره کړي، نوله همدې امله افغانستان څخه يي غوښتي دي چې دوي ته پیسې ورکړي چې ګډه سیالي له تلویزونو څخه هم خپره شي .
سره له دې چې د افغان کرېکټ بورډ مخکې خبر ورکړی وه چې دغه راتلونکې سیالي چې د زمبابوي او افغانستان د کرېکټ ټیمو نو ترمنځ کېدونکې ده له افغاني تلویزوني چینلونو څخه به هم خپریږي .
د دغې ۲۰ اوریزې سیالۍ لپاره به د افغان ملي کرېکټ لوبډله د دوشنبې په ورځ زمبابوې ته رونيږي او د سیالۍ کوربه به د زمبابوې هېواد وي .
محمدسمیع سعادت


















