کابل ټکی کام په یو کلن عمر کې بالغ شو

امان الله امان

په نړۍ واله کچه د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو ترڅنګ  اوس د سیالۍ په ډګر کې ویبپاڼو دود موندلی دی، چې په اسانۍ سره هر اړخیز راپورونه، علمي لیکنې او نور مالومات وړاندې کوي.

د نورو ویبپاڼو ترڅنګ د یوه کال راپدیخوا کابل ټکي کام په  خپرونو پیل کړی دی، د لاس ته راغلو مالوماتو له مخې کابل ټکی کام د کار د پیل عمر یو کال پوره شو، خو د هېواد د مطبوعاتو د قانون په مراعت، تازه اوکره راپورونو، علمي او معالوماتي  لیکنو له سره  ېې په یوکال کې ځان د سیالۍ ډګر ته ورسولو، په باور سره ویلی شو، چې کابل ټکې کام په یو کال کې بلوغ ته ورسېد یعنې هغه څه چې نورو ویبپاڼو په لسو او ۱۵کلونو کې ترلاسه نه کړل، کابل ټکي کام په یوه کال کې ترلاسه کړل.

د کابل ټکي کام  قدرمنو چلوونکو، لیکوالو او ژورنالستانو ته ددې ستر رسالت په سر ته رسولومبارکي وایم او هم هغو لوستوالو ته چې هره ورځ ېې په پراخه سینه په کابل ټکي کام کې راپورونه او نورخپاره شوي مطالب په غور لوستي، هغوی هم د مبارکۍ وړ بولم او مبارکي ورته وایم.

هره رسنۍ هغه انځوریزه، چاپي او که غږیزه وي، چې د ولس د زړه اواز او درد په کې راونغښتل شي هغه خپل منزل ته رسیږي. کابل ټکي کام دا هرڅه په عمل کې پلي کړل او دا یې په خپلو خپرونو کې څرګنده کړه.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د قانون له مخې هره مجوزه رسنۍ، چې د مطبوعاتو د قانون په چوکاټ کې خپلو نشراتو ته د هېواد د ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو او خپل مسئولیت په درک کولوخپرونې ولري او يا هم په ازده توګه په چاپي، غږیزې او انځوریزې بڼه خپل نظر څرګند کړی د بیان ازادي ورته ویل کیږي.

کابل ټکي کام ثابته کړه چې دبیان ازادي د هر افغان مسلم حق دی، چې د رسنۍ په وسیله ېې ترلاسه کړي.

د مطبوعاتو په قانون کې د هر افغان حق شته، چې په ټولنیز درناوي سره  خپل فکر او نظر له سانسوره پرته او بغیر له دې نه چې له دولت څخه ېې د نشر اجازه واخلي د ویلو، لیکلو، انځور او نورو وسایلو له لارې نشر او ښکاره کړي، چې خوشبختانه کابل ټکی کام  له دې مرحلې څخه په کامیابۍ سره را ووت، د یو کال رسنیز ماشوم د مطبوعاتو په سیالۍ کې د بلوغ مرحلی ته رسیدل څه اسانه کار نه دی، دا د حالاتو اغزنه لاره د زړه په وینو وهل کیږي.

کابل ټکی کام په خپلو نشراتو کې وښوده، چې هیڅوک د چا د بیان ازادی نه شي محدودولای او هیڅوک ورباندې تېری نه شي کولی، په رسنیو کې ټول کارکوونکي د خپل ژوند د خوندیتوب حق لري او دا حق د رسنیو کارکوونکو ته د ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوی دی.

د رسنیو په اړه دولت مکلف دی تر څو د ملګرو ملتونو منشور، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او هغه نړیوال تړونونه، چې افغانستان منلي او تصویب کړي يې دي رعایت کړي.

دولت مکلف دی، چې په افغانستان کې يې د بيان ازادۍ ته زمينه برابره کړې او وګړي کولاى شي د مطبوعاتو د قانون د ټولو مادو په نظر کې نيولو سره له دغه ستر بشري حق څخه ګټه پورته کړي، کابل ټکی کام په خپله یوه کلنه موده کې سره له ټولو ستونزو دا کامیابي هم لاس ته راوړه.

د اسلام د سپیڅلي دین د اصولو او ټولو حکمونو په بشپړه توګه په نظر کې نیولو سره هره انځوریزه، چاپي او غږیزه رسنۍ کولای شي خپل فعالتونه د بیان د ازادۍ له مخې سرته ورسوي.

یوه رسنۍ باید د خپلو دیني احکامو او مقرراتو، ملي ارزښتونو، ملي کلتور او هم د نړیوالو قوانینو په مراعت سره داسې  خدمت وکړي، چې رسنۍ ېې د ولس او دولت ترمنځ د نظر د یووالي پل جوړشي، کابل ټکی کام یواځې د افغان ولس او دولت ترمنځ نه بلکې په نړیواله سطحه دا ویاړ وګاټه.

د هېواد په ټولو رسنیو او ویبپاڼو کې باید ټول قلموال او ژورنالستان د خپل رسالت په پیژندلوسره د خلکو د ذهنونو د روښانولو لپاره ريښتني مالومات خپاره کړي.

د مطبوعاتو د قانون له مخې هر شخص حق لري، چې له دولت څخه معلومات وغواړي او ترلاسه يې کړي. دولت د هيواد د اتباعو له غوښتنې سره سم هغه معلومات، چې غوښتل کيږي د ژورنالستانو په واک کې ورکړي، خو کله چې  د هيواد ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتيا په خطرکې اچول کیږي او يا د نورو اتباعو حقونو ته زيان رسول کیږي  باید په راز کې وساتل شي.

ژورناليستان  حق لري، چې خپل راپورنه په مسلکي توګه راټول کړي او باید سرچینه یی معتبره او باوري وي.

د سرچينې پټول، چې د ژورناليزم په لسو نړيوالو اصولو کې راځي د راپور په ترلاسه کولو کې سرچینی ته اړتیا لیدل کیږي، خو ځینې وخت د سرچیني پټ ساتل ژورنالست سره د نورو معلوماتو په پراختیا کې مرسته کوي، ځکه ژورنالستان او قلموال په یوه کال کې د کابل ټکي کام بریاو ته ګوته پرغاښ دي.

د بيان آزادي د انسان د نورو حقوقو په څېر يو فطري او ټولنيز حق دى، هيڅوک نه شي کولاى، چې له يو شخص څخه دغه حق سلب کړي، خو د بیای په ازادۍ کې باید دهېواد د هر وګړي حقوق خوندي وساتل شي او د چا په شخصي ژوند داغ پورې نه کړل شي، همدا اوصول دي چې نن ورځ ېې کابل ټکی کام د لسو او پنځلسو کلونو د ویبپاڼو سره یوځای په مطبوعاتي سیالۍ کې سیال وګرځاوه .

بیاهم  کابل ټکې کام ته په یو کلن عمر کې د بلوغ مبارکی وایم، چې په ټولو نشراتي برخو کې يې د زړه له تله کارکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button