د کابل ټکی کام د لومړۍ کلیزې په مناسبت

تبصره : شاهد (غزنيوال)
د هيواد د نشراتي رسنیو په لړ کې نو تأسیسه کابل ټکی کام بریښنايي ویب پاڼه یوه کلنه شوه.
کابل ټکی کام ویب پاڼې پوره یو کال وړاندې د افغاني مطبوعاتو په افق کې ځان راڅرګند کړچې تیر یوه کلن مطبوعاتي بهیريې له ښولاسته راوړنو ډک دی.
د هیواد سیاسي، پوځي ، اجتماعي او اقتصادي تحولات یې په خپل وخت منعکس کړي، پرهغه سر بیره یې د خپلو لوستونکو له ذوق او مینې سره سم بیلابیلې، خبرې هنري ادبي، علمي او معلوماتي برخې فعالې کړي.
په کابل ټکی کام ویب پاڼه کې د دارالإفتاء برخه له علمي او فقهي اړخه ډیره ګټوره او د لوستونکو د زیاتې استفادې وړ ګرځیدلې.
پر دې سر بیره د مرکو برخه یې ډیره په زړه پوري او جالبه ده چې وخت ناوخت د هیواد په روانو سیاسي پیښو د هیواد له نوموتو سیاسي شنونکو او محللینو سره مرکې کوي.
همداراز د شعر او ادب برخې یې د شاعرانو او ادب مینانو لپاره ځانګړې نوښتونه په کار اچولي او تل یې د دې بڼ د نو نهاله شاعرانو حوصلې د هغوی د ادبي او ذوقي شعرونو په خپرولو سره لوړې ساتلې.
پر دې سر بیره مقالې، اسلام پوهنه ، پرکتاب تبصره ، فیلمونه او مطبوعات يي مصروفوونکې برخې دې چې په خپل ځای تري ښه استفاده کیدای شي.
د کابل ټکی کام خبري برخه د نورو رسنیو په نسبت دا امتیاز لري چې له پیښو او تحولاتو څخه په خپل وخت خبر نشروي او جزئیات یې هم د عیني شاهدانو په حواله مستند او موثق وي.
که یاده ویب پاڼه نورهم خپل رسنیز فعالیت په همدې ډول جاري وساتي امید شته چې ښې لاسته راوړنې به ولري او دوخت په تیریدو سره به د افغاني نشراتو په منځ کې ښه مقام خپل کړي.
خبري سبقت ، او مصداقیت د یوې کامیابې رسنۍ ځانګړي مشخصات دي، کابل ټکی کام تر اوسه پوري دغه مشخصات په ښه توګه پاللي په راتلونکې کې هم ترې د لامعیارت هیله کیږي.
که د کابل ټکی کام درانه چلوونکي نورهم د خپلې رسنۍ موفقیت او بریالیتوب ته پام وکړي او د هیواد د ځینو مهمو پیښو او تحولاتو په اړه ځانګړي څیړنیز رپوټونه ولري نور به يې هم په خپل رسنیز فعالیت کې موفقیت او جالبیت زیات وي.
همداراز که ممکن وي د ځینو اهمو پوځي پیښو په اړه له صحنې څخه لنډې ویډیويي صحنې عکاسي او د خپلې ویب پاڼې له ځانګړې لوګو سره نشر کړي ښايي د رسنۍ په لا شهرت کې ښه موثریت ولري.
د کابل ټکی کام درانه چلوونکي باید په خپلې ویب پاڼې کې د نشریدونکو محتویاتو کره والي، د هغوی د املايي او ادبي معیارونو بشپړ والي ته نوره هم پاملرنه وکړي.
كه په فقهي برخه کې د خپلو مسلکي کارکوونکو په مرسته ځیني داسې فقهي موضوعات چې زمونږ ټولنه ورسره لاس اوګریوان ده په ښه تفصیل او تدقیق سره وڅیړي ګټور کار به وي.
دغه موضوعات لکه د ښځو مهر، په میراث کې دهغوی حق ، په تعلیم او تعلُم کې دهغوی حق او په اسلام کې د هغوي د فردي، اجتماعي او سیاسي حقوقونو اهمیت.
همداراز زمونږ په ټولنه کې د دیني علومو نصاب چې د وخت او زمان له غوښتنو سره سم نویو بدلونونوته اړتیالري ، باید د مسلکي لیکوالانو او شنونکو له لوري ورباندې بحث وشي او پایلې یې د کابل ټکی کام له لارې نشر شي.
دا او دیته ورته د نوروعلمي او فقهي موضوعاتو څیړنه له یوې خوا لوستونکو ته نوي معلومات په لاس ورکوي او له بلې خوا د رسنۍ په بشبړوالي او جامعیت کې ښه رول ترسره کولای شي.
په پای کې د کابل ټکی کام درنو چلوونکو ته دهغوی د نشراتي فعالیت د یو کلن کیدو مبارکي وایم او له الله تعالی څخه ورته په خپلو کارونو کې د مزید توفیق هیله کوم.



