کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ بصیراحمدپاڅون
د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ په چتو سیمه کې طالبانو یو ستر پوځي مرکز او ګڼ شمیر پوستې محاصره کړي دي.
طالبان وایي: تیره شپه یې دوې پوستې نیولي او ۱۲ تنه پولیس یې وژلي دي.
طالبانو په نیول شویو پوستو کې څلور میله پیکا، درې راکټونه پنځه میله امریکایي ټوپکونه له ۱۲۰۰۰ مختلف النوع مرمیو سره ولجه کړي دي.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي چې د هوا له لارې یې محاصره شوي مرکز ته پوځي او خوراکي توکي رسولي خو طالبانو ویلي چې ټول کومکي توکي د دوی په ولکه کې راغلي او دولتي ځواکونو ته هیڅ شی په لاس نه دي ورغلي.
پرون دفاع وزارت د لسګونو طالبانو د وژلو ادعا کړي وه خو طالبان وایي چې په ټوله جګړه کې یې درې تنه ملګري ټپیان شوي دي.
که دولتي ځواکونه دې محاصره شوي مرکزته مرسته ور ونه رسوي د عسکرو او پولیسو ژوند به له خطر سره مخامخ شي او یا به طالبانو ته تسلیمیږي


















