کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ بصیراحمدپاڅون
د سید محمد کریم په نوم یو تن چې له پنځوس کلنۍ زیات عمر لري یوه شپږ کلنه انجلۍ له هراته تښتولي او نکاح یې ورسره کړی ده.
د غور ولایت د امنیت آمر محمد زمان عظیمي وایي چې محمد کریم یې د غور په ولایت کې نیولی، پر ده د اختطاف تور پورې شوی دي.
محمد کریم وایي چې انجلۍ یې تښتولي نه ده بلکې مور او پلار یې د دعا په بدل کې د سوغات په توګه ورکړي او په هرات کې یې د څلویښتو زیاتو کسانو ترمخ نکاح ورسره کړي ده.
د غور ولایت پولیس وایي: د انجلۍ مور او پلار د تلیفون په کرښه ورته ویلي چې محمد کریم یې لور تښتولي ده.
د تیرې یوې لسیزې راهیسې د ماشومو نجونو تښتول، نکاح کول او د جنسي تیري پیښې پیل شوي خو اوس خپل اوج ته رسیدلي دي.
همدغه راز له ښځو سره د تاو تریخوالي پیښې هم ډیرې شوي دي.
پرون د تخار په ولایت کې یو تن خپله ښځه لومړۍ وهلي او بیا یې د بدن خاص اندام په پلاس ترې پریکړیدی. دا میرمن اوس د کندز ولایت په ملکي روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې ده.
یو شمیر ټولنپوهان وایي چې د شرابو د استعمال او په ځینو رسنیو کې د ملي او اسلامي کلتور مخالف سریالونه د دې سبب شوي چې داسې ناوړه پیښې رامنځته کیږي.


















