دفاع وزارت: په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۵ سرتیري وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ زرغون خوږیاڼی

د دفاع وزارت له لوري په خپور شوي خبر کې ویل شوي، چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو ۵ سرتیري وژل شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي اردو د توپچي او هوایي  قوتونو  په مرسته په ننګرهار ،پروان، کاپیسا پکتیا، پکتیکا،  غزني، کندهار، زابل، فراه  جوزجان ، کندز ، بدخشان او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو لړ عملیات تر سره کړي، په یادوعملیاتو کې ۱۹ تنه وسله وال وژل شوي ، ۱۲ تنه ټپیان  او ۶ تنه نور نیول شوي دي.

بلخوا طالبانو د ملي اردو د یوې چورلکې د نسکورولو ادعا کړې او ويلي دي، چې په یاده ویشتل شوې چورلکه کې يې د کومانډويي ځواکونو ۲۲ تنو عسکرو ته مرګ ژوبل اوښتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button