منبع : شاشه پرس
ترجمه ( روحانی دکابل ټکی کام همکار)
د نن نه نږدی شپږ کاله مخکې پخوانی فرانسوي ولسمشر نیکولاسرکوزي ترکیې ته په پټه سفر وکړ چې نږدی شپږ ساعته وخت یې ونیول، خو هغه د فرانسې د ولسمشر په حیث نه، بلکې د هغو شلو هیوادونو د ائتلاف د مشر په صفت چې فرانسه او ترکیه هم پکې شامل وو سفر کول وګڼل.
فرانسه دغه مهال په خپل نوبت سره مشري په غاړه درلوده ، ترکانو د سرکوزي دا ډول حرکت د ترکیې لپاره سپکاوی وګڼلو، دهغه وخت صدراعظم رجب طیب اردګان چې فعلا د ترکیې ولسمشر دی وغوښتل چې سرکوزي ته د پوهاوي داسې درس ورکړی چې ورته معلومه شي چې له سترو ملتونو سره باید څه ډول تعامل وکړي؟
اردګان فرانسوي ولسمشر نیکولاسرکوزی ته په انقره کې د استقبال پر مهال داسې یوه نه هیریدونکی ډالۍ وړاندې کړه چې موخه یې د هغه لارې ته راوستول و او دا ورته جوتول وو چې ترکیه پر فرانسې برتري لري.
کله چې فرانسوي ولسمشر دا پیغام ولوست دومره وارخطا شو چې ژبه یې له خبرو کولو نه ګونګه شوه.
دا کومه ډالۍ وه چې اردګان د عثماني خلافت له ارشیف څخه راویستلی وه او فرانسوی ولسمشر ته یې په مخ کې کیښوده؟!
ډالۍ هغه لیکلي پیغام و چې یوه عثماني خلیفه د فرانسې د پادشاه (فرانسیس الاول) د هغه لیک په ځواب کې لیکلی و چې پادشاه (فرانسیس الاول) پکې له ترکیې نه هغه مهال مرسته غوښتی وه چې د اسپانویانو په لاس کې اسیر شوی و.
فرانسوي پادشاه د مسلمانانو له خلیفه نه د خلاصون لپاره د مرستې لاس غځولی و، او ورڅخه یې هیله کړې وه چې اسلامي خلافت دي د اسپانیا پر خلاف خپل ځواکونه ورولیږي څو فرانسه او د فرانسې پادشاه د اسپانویانو له بریده وژغوري، لاندې متن دهغه لیک محتوی ده چې اسلامي خلیفه دهغه د مرستې غوښتنې په ځواب کې لیکلی دی:
د سلیمان لخوا:
بسم الله الرحمن الرحیم
زه د سپینې بحیرې، تورې بحیرې، سرې بحیرې، اناضول، روملی، قرمان الروم، ذي القدریة ولایت، دیاربکر، کردستان، اذربیجان، العجم، الشام، مصر، مکة او مدینه، بیت المقدس، ټولې عربې نړۍ، عجمي نړي ، د المجر او القیصر ټاټوبی، او داسې نورو ډیرې هیوادونو چې زما د لاس په بریالۍ توره لاندې شوي دي پادشاه یم، او حمد او ثنا یواځې الله ته ده. الله اکبر:
زه سلطان سلیمان د سلطان سلیم ځوی او د سلطان بایزید لمسي یم، د فرانسې ولایت پادشاه فرنسیس ته:
وبعد!
ماته د سلاطینو د پناه ځای د غوښتنې هغه مکتوب چې راستولی مو و ستاسي له استازی (فرانقبان) سره یوځای راورسید.
مونږ د دې لیک په واسطه وپوهیدو چې ستاسې دښمن ستاسې پر هیواد برید کړی او هیواد یې درڅخه نیولی، او تاسې فعلا په اسارت کې ژوند کوئ، او له مونږ نه مو د خلاصون او مرستې غوښتنه کړې، او ټول هغه څه چې تاسی ویلی زمونږ پادشاهي دربار ته وړاندې شول، زه پر وضعیت په تفصیلي ډول وپوهیدم، او د لیک په پای ته رسولو سره مې مکمل معلومات ترلاسه کړل نو د پادشاهانو اسارت او تنګڅې څه نوې پیښې نه دي ته باید آرام اوسې.
ته هیڅ ډول سوچ او فکر ونکړې، مونږ هغه خلک یو چې د سختو ښارونو، سختو او ټینګو قلعه ګانو فاتحان یو، او دښمنانو ته ماتی ورکوونکی لښکر یو، زمونږ آسونه شپه او ورځ زین شوی ولاړ وي، او تورې مو تل له تیکو راوتلي وي، او الله تعالی په خپلې ارادې او مشیئت سره د خیر په کارونو کې آسانتیا اچوي.
او پاتې نور حال احوال او خبرونه به له خپل یاد شوي استازي څخه ترلاسه کړئ، تاسې په جریان کې اوسئ.
په کال ۹۳۲ ه ق دربیع ثانی د میاشتې په لومړیو کې چې د ۱۵۲۵ میلادي سره سمون خوري په دار السلطنة العلیة، القسطنطینیة المحروسة المحمیة کې ولیکل شو.
لاسلیک:
سلیمان


















