خوږوته خواږه او ترخوته تراخه

ویسا:
ملكي مرګ ژوبله ولې مخ پر ډېرېدو ده؟
کابل ټکی کام:
ځکه چې ډموکراسي مخ په ترقۍ ده او هر سړی د مرګ ژوبلې پوره آزادي لري.
هیواد:
يوناما د سږني زيږديز كال د لومړيو شپږو مياشتو د ملكي مرګ ژوبلې راپور خپور …
کابل ټکی کام:
ځکه چې زاغان د زمریانو ځای ناستی ګرځیدلی.
اراده:
پر افغانستان، د پاكستان پرله پسې فشارونه د څه له پاره؟
کابل ټکی کام:
چې د وینې لوړ او ټیټ فشار یې معلوم کړي.
ویسا:
د امريكا انتخاب؛ افغانستان كه پاكستان؟
کابل ټکی کام:
دواړه، خو یو له بل سره په جګړه او دښمنۍ اخته کول.
۸ صبح:
از جنبش روشنايي تا خلق ماجرا و از خلق ماجرا تا تراژيدى تاسف آور
کابل ټکی کام:
الی شرم آوري دنیا و آخرت.
ویسا:
هېواد ته پېښې ننګونې او د حكومت پر حقايقو د پردى اچولو سياست
کابل ټکی کام:
د یو ویشتمی پیړۍ د منافقت سیاست خاصیت.
د چیچنیا ولسمشر:
په افغانستان او اسلامي هېوادونو کې روانه جګړه د امریکا د ناوړه پلانونو یوه برخه ده.
کابل ټکی کام:
او اسلامي هیوادونه یې یواځې ننداره کوي او بس.
ویسا:
که امریکا وغواړي په افغانستان کې په دوو کلونو کې هر څه سمېدلی شي، خو …
کابل ټکی کام:
امریکا څوک ده؟ که خدای وغواړي.
رویټرز اژانس:
داعش ډلې په افغانستان کې پر هزاره ګانو د نورو بریدونو ګواښ کړی دی.
کابل ټکی کام:
وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا (40) سورة الحج.
اللهم سلط الظالمین بالظالمین و اخرجنا من بینهم سالمین غانمین.
ماندګار:
به تعهدات خود متعهد خواهیم بود. نشست افغانستان، پاکستان و ماموریت حمایت قاطع.
کابل ټکی کام:
دروغ شاخدار.
جنرال رولنګ:
په هلمند کې د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا طالبان له ماتې سره مخ کړي دي.
کابل ټکی کام:
برعکس، په هلمند کې د طالبانو پیاوړتیا امنیتی ځواکونه له ماتې سره مخ کړي دی.
لوی څارنوال:
تحقیقات ما در مورد رویداد دهمزنگ عادلانه و همه جانبه خواهد بود
کابل ټکی کام:
ظالمان و رشوت خوران را به عدالت چه؟
ویسا:
خپل وطن ګل وطن
کابل ټکی کام:
خو آرمان چې واک یې نن د بل وطن (امریکا)
هنداره:
يو ځل بيا د دوديزې لويې جرګې غوښتنه
کابل ټکی کام:
لکه چې د پردیو نسخو کار ورنکړ؟
ویسا:
د دهمزنګ د خونړۍ پېښې تر شا د چا لاس كيداى شي؟
شیطان بزرګ (امریکا) و شیطان کوچک (ایران)
ماندګار:
به بهانۀ انفجار دهمزنگ: افغانستان بر سر دوراهی
کابل تکی کام:
مثل: به بهانه موجودیت اسامه در افغانستان ، مردم مظلوم زیر بارش وحشیانه کروز امریکایی.
ویسا:
افغانستان او د نړۍ احتیاجي
کابل ټکی کام:
بلکه افغانستان او د نړیوالو ښکیلاکګرو وازې خولې.
اراده:
يو اواز
کابل ټکی کام:
د څه شي اواز؟ د خره اواز که په افغانستان کې د زخمی شوي امریکایی سرتیري اواز؟
قادرباز جلیل:
په افغانستان کې داعش ډله له درېیو نړیوالو ترهګرو ډلو جوړه شوې.
کابل ټکی کام:
یعنی: امریکا + برطانیه + یو شمیر پلورل شوي په نوم مسلمانان.
انیس:
شورای ولایات شرقی با نام جدید چوک دهمزنگ مخالفت کرد
مخالفت کی دردی کسی را دوا کرده است؟، سوټي ته دې لاس کړي.



