د ننګرهار نوي عمليات به داعش په شا وتمبوي او که د پرمختګ زمينه به ورته برابره کړي!

ليکوال: فاتح افغان
داعش چې يوه اسلام دښمنه ډله ده، په عراق، سوريه افغانستان کې يې زرګونه مسلمانان په شهادت ورسول اوس هم د دوی د وحشت غشي زموږ په بې ګنا وطنوالو باندې اوري.
کله چې داعش په ننګرهار کې را پيدا شو خلکو عجيب او غريب تحليلونه پرې کول، خو وروسته له څه وخت نه د داعش توره څېره ټولو خلکو ته ښکاره شوه، البته ځينو په دې حقيقت سترګې پټې کړې، چې داعش د چا له خوا حمايه کېږي او خولو ته يې قلفونه واچول. د خپلو مظلومو هيوادوالو د مظلوميت احساس هم نه و ورسره، خو چې د دوی چوکۍ ته خطر پېښ نه شي.
زما د معلوماتو پر اساس داعش په سوريه او عراق کې د امريکې د استخباراتي ادارې CIA او د اسرائيلو د څارګرې ادارې موساد توليد ده، چې د اسلامي امت په ضد يې را وړاندې کړه، او په پراخه کچه يې اسلامي نړۍ له يو بحران سره مخ کړه.
په ننګرهار کې داعش د افغانستان د امنيت په خاصه توګه د حنيف اتمر او د پاکستان د ISI او د امريکې د CIA يوه را منځ ته شوې مشترکه لوبه ده، چې هر څوک د خپل ځان لپاره ترې ګټه پورته کوي، د افغانستان حکومت يې د طالبانو په ضد کاروي.
دلته يو سوال پيدا کېږي، چې ايا د افغانستان حکومت، ملي پوځ، د امريکې جنګي قوتونه دومره ناتوانه دي، چې د يو نيم کال په جريان کې د داعش ډېر کم شمېر پوځيان د شينوارو له دوو يا دريو ولسواليو څخه په شا نه کړای شو؟
افغانان بايد په دې لوبه ځان خبر کړي، چې داعشيان د امريکايانو او د افغانستان د امنيت د ادارې له خوا په مستقيمه توګه اکمالېږي، او بيا د شينوارو مظلوم ولس د اورکزيو په لوچکانو زوروي، د اتمر له دفتر نه چې کومې پيسې او مهمات په ننګرهار کې داعش ته رسېږي په مقابل کې يې داعش د مظلومو شينوارو په مالونو او سرونو لوبې کوي، يوه شينواري ملګري په اچين کې د داعش د ظلمونو قيصې راته کولې او ويل يې، چې شينوارې په هر لمانځه کې الله جل جلاله ته زارۍ کوي، چې يا الله ! ته اسرائيل راته راولې خو له داعشيانو مو خلاص کړې!.
د افغانستان خاينو چارواکو خامخا به يو وخت د دې مظلومو لاسونه ستاسو ګرېوان او د هغو ټولو ظلمونو انتقام به درنه اخلي.
امريکايان چې کله په ننګرهار کې بې پيلوټه بريدونه کوي هغه ټول په طالبانو کوي، هېڅکله يې په داعش بمبار نه دی کړی، مګر کله چې يو څو ځله يې په خطايي سره داعشيان په نښه کړي دي.
دا دی پرون بيا په ننګرهار کې د ګډ او ګډوډ حکومت ستر چارواکي د دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير، د ملي امنيت ريس او د امريکايي ځواکونو قومندان را ټول شوي و، او د داعش په ضد يې د نويو پراخو عملياتو پلان جوړ کړ، چې ډېر ژر به شروع شي؛ خو موږ به يې پايلې ګورو چې ايا داعش ته د پرمختګ زمينه برابروي او که داعش له افغانستان نه د باندې شړي. پلان خو ډېرو سترو چارواکو جوړ کړی که رښتيا د داعش په ضد وکارول شي داعش به خاورو سره خاورې کړي او که د داعش په مخالفينو وکارول شي نو داعش ته به د وړاندې تګ زمينه برابره شي، ځکه په ننګرهار کې اوس د داعشيانو د پرمختګ مخه طالبانو نيولې ده او طالبانو يې زور مات کړی دی، خو که چېرې يې له مخې د طالبانو خنډ د حکومتي عملياتو په ترڅ کې لرې شي، نو ښايي داعشي ويروس د افغانستان نورو ولايتونو ته هم سرايت وکړي.



