د مسجد منارې

عرفان قاضي

کله چې په ١٩٢٤ میلادي کال کې د مارچ په دریمه عثماني خلافت په رسمي توګه ړنګ او عسکرو د ترکیې د جمهوری نظام بنسټ کیښود نو د ترکیې په جوماتونو کې اذان منع او منارې ېې چپ او غلې کړې خو د خدای تعالی خوښه بله وه ، نو ځکه د روان كال د جولای په پنځلسمې د متمردو عسکرو انقلاب د همدی جوماتونو د منارو له لارې ناکام، چپ او خاموش کړای شو ځکه چې د تركيې ولسمشر او د پوځ اعلی سر قومندان او د اسلامي نړی هوښیار او باتدبیره قاید جلالتماب رجب طیب اردوغان د جوماتونو امامانو ته امر وکړ چې د جوماتونو له دنګو منارو څخه مسلمان، غیرتي او میړني ترکي ولس ته د انقلاب په وړاندې د مبارزې او جهاد قومانده وکړي. همدا وو چې منارو متمرده، باغي انقلابي عسکر مات او چپ کړل او د جومات له سنګره پاڅیدلې مسلمان ولس بریالې شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button