کابل ډاټ کام یوه ازاده رسنۍ

تبصره : مفتي نجم الاسلام
په دې کې شک نشته چې رسنۍ د یوهیواد په جوړولو او د یوچاپیریال او هیواد والو په تربیت کې مهم رول لري اویو ازاد ژورنالیزم خلکو ته دحقایقو رسولو دنده په غاړه لري .
متاسفانه چې په دغه رسنیو غرب واکمني لري ، او ازاد ژورنالیزم او مطبوعاتو ته څوک اجازه نه ورکوي ، تش په نوم ازادې رسنۍ دغربي واکمنۍ پراخیدلو کې مصروفې دي؛ غیر اسلامي تهذیب ته ترویج ورکوي او داسلام دمقدس دین په خلاف زهر خلکو ته پیچکاري کوي ، خلکو ته باطل حق او حق باطل ښکاره کوي ، حقیقت دخلکو نه پټوي او درواغو ته درښتیاو رنګ ورکوي .
بعضې رسنۍ داسې هم شته چې ټولنیزې رسنې او ویب سایټونو له لارې داسلام دفاع او د مقدس دین نشر واشاعت دنده یې په غاړه اخیستې ده .
دغرب دباطلې مفکورې تردیدکوي او په مسلمانانو کې داسلامي تشخصاتو په خپل ځای دپاتې کیدو کوشش کوي.
د دغه رسنیو دجملې څخه یو کابل ډاټ کام هم دی چې خلکو ته د رشتیا خبرونو ، واقعاتو ښکاره کولو سره سره داسلامي تعلیماتو په رڼا کې د دین تبلیغ او اشاعت هم کوي ، او لوی خصوصیت یې دادی چې دخلکو د مسائلو حل لپاره دارالافتاء لري چې سخت او مشکل مسائل دشریعت مقدسه په رڼا کې خلکو ته حل کوي ، او دنوي عصر او زمانې سره تړلي مسائلو نه خلک خبروي .
ددغه خصوصیاتو په بنا مونږ دکابل ډاټ کام دادارې نه ډیره زیاته مننه کوو او دالله تعالې نه ددوی لپاره د توفیق او استقامت سوال کوو.



