د ایمان مسائل ( پنځه لسمه برخه )

لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي)
له ټولو اولين پيغمبر څوک دى
پوښتنه : له ټولواولين پيغمبر څوک دی؟
ځواب : له ټولو اولين پيغمبر حضرت آدم علیه السلام دی ([1]).
تشريعي او غير تشريعي نبوت
پوښتنه : (١) صاحب شريعت کوم نبي ته ويل کيږي؟.
(٢) غير تشريعي نبي چا ته ويل کيږي؟.
ځواب : (١) د چا چې شريعت مستقل وي.
(٢) کوم چې د بل نبي تابع وي ([2]).
تر ټولو وروستى پيغمبر څوک دى
پوښتنه : تر ټولو وروستی پيغمبر څوک دی؟
ځواب : تر ټولو وروستی پيغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دی ([3]).
کوم خلک معصوم دي
پوښتنه : د معصوم په تعريف کې کوم ډول خلک داخل دي؟ او له هغوى څخه د ناوړه کارونو صادريدل ممکن دي او که محال؟.
ځواب : انبياء علیهم السلام، ملائکه او کوچني ماشومان په معصوم کې داخل دي، له هغوى څخه د ناوړه کارونو صادريدل کوم چې بيا د عذاب موجب وي ممتنع بالغير دي ([4]).
له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم وروسته بل پيغمبر راځي او که نه
پوښتنه : له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم وروسته بل پيغمبر راځي او که نه؟
ځواب : نه ! ځکه چې پيغمبري او نبوت په حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ختمه شوې، له هغه وروسته به تر قيامته پورې نوی نبي نه راځي او که څوک يې دعوه وکړي هغه سخت دروغژن دی ([5]).
له نبي پرته بل څوک هم معصوم کيدلاى شي او که نه
پوښتنه : د انبياء کرامو علیهم السلام له ذات پرته د بل چا لپاره د معصوم لفظ ويل روا دي او که ناروا؟ او که دا لفظ يوازې تر انبياء کرامو علیهم السلام پورې ځانکړى شوى؟ په عامه توګه خلک وړو ماشومانو ته هم معصوم وايي، د څومره عمر درلودونکى ماشوم د معصوميت مستحق دى؟.
ځواب : ماشومانو ته هم د معصوم ويل صحي دي، تر څو چې بالغ شوى نه وي ([6]).
په پيغمبرانو علیهم السلام کې تر ټولو غوره پيغمبر کوم يو دی
پوښتنه : په پيغمبرانو علیهم السلام کې تر ټولو غوره پيغمبر کوم يو دی؟
ځواب : زمونږ پيغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په ټولو نبيانو او رسولانو کې غوره او لوی دی، له خدای څخه وروسته په مخلوق کې تر هر چا د ده مبارک درجه او مرتبه لوړه ده ([7]).
د انبياءکرامو علیهم السلام عصمت
علامه ملا علي قاري رحمه الله فرمايي: )والانبياء عليهم الصلوة والسلام کلهم منزهون اي معصومون من الصغائروالکبائر اي عن جميع المعاصي والکفر خص لانه اکبرالکبائر ولکونه سبحانه وتعالى لا يغفر ان يشرک به ويغفرما دون ذلک لمن يشاء، ثم هذه العصمة ثابتة لانبياء قبل النبوة وبعدها على الاصح(.
ژباړه : ټول نبيان له صغيره او کبيره ګناه څخه معصوم دي له کفراو بدو کارونو څخه هم پاک اومعصوم ګڼل کيږي کفرئي ځکه په ځانګړي ډول او مستقل ذکرکړ چې هغه د ټولو ګناهونو په نسبت لوي ګڼل کيږي او بل دا چې الله تعالى شرک او کفر نه معاف کوي اونور ټول ګناهونه معاف کوي چاته يې چې خوښه شي او صحيح قول دا دى چې د انبياؤ عصمت په هره زمانه کې هم مخکې له نبوت نه هم وروسته له نبوت څخه ثابت دى ([8]).
د نبيانو شمير څومره دى
پوښتنه : په دنيا کې له حضرت آدم علیه السلام څخه را نيولې تر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم پورې څومره نبيان را ليږل شوي؟ د هغوى شمير په قرآن يا حديث شريف کې شته او که نه؟.
ځواب : د څو انبياؤ نومونه په قرآن شريف او حديث شريف کې راغلي، په يو شمير روايتونو کې د يو لک او څلرويشتو زرو نبيانو شمير ښودل شوى، لکه ملا علي قاري او نورو چې ليکلي : له شمير پرته څومره نبيان چې الله تعالى را ليږلي دي په هغو باندې ايمان راوړل ضروري دي ([9]).
د يو شمير مشهورو پيغمبرانو نومونه
پوښتنه : د ټولو پيغمبرانو علیهم السلام نومونه خو معلوم نه دي خو د يو څو مشهورو نومونه که راته وښايی؟.
ځواب : د مشهورو پيغمبرانو علیهم السلام نومونه دا دي.
حضرت آدم علیه السلام، حضرت شيث علیه السلام، حضرت ادريس علیه السلام، حضرت نوح علیه السلام، حضرت ابراهيم علیه السلام، حضرت اسماعيل علیه السلام، حضرت اسحق علیه السلام، حضرت يعقوب علیه السلام، حضرت يوسف علیه السلام، حضرت داؤد علیه السلام، حضرت سليمان علیه السلام، حضرت موسی علیه السلام، حضرت هارون علیه السلام، حضرت ذکريا علیه السلام، حضرت يحی علیه السلام، حضرت الياس علیه السلام، حضرت يونس علیه السلام، حضرت لوط علیه السلام، حضرت صالح علیه السلام، حضرت هود علیه السلام، حضرت شعيب علیه السلام، حضرت عيسی علیه السلام، حضرت خاتم النبيين محمد رسول اللهصلی الله علیه وسلم ([10]).
د حاضر او ناظر عقيده
پوښتنه : احمد رضا خان په خپل کتاب (بهار شريعت) کې ليکلي چې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم له نور څخه ټول کائنات پيدا شوي، په دې معنى چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم په هر ځاى کې حاضر او ناظر دى، آيا دا رښتيا دي؟.
ځواب : په هر ځاى کې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم د حاضر او ناظر ګڼلو عقيده غلطه دى، دا شان يوازې د الله تعالى جل جلاله دى ([11]).
([1]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٨.
([2]) فتاوى محموديه، ١ : ٣٧٢، بحواله : شرح العقائد، ص : ١٧، وکذا في شرح الملا علي قاري علي الفقه الاکبر، ص : ١٢، وکذا في النبراس شرح شرح العقائد، ص : ٥٤.
([3]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٨.
([4]) فتاوى محموديه، ١ : ٤١١، بحواله : شرح الفقه الاکبر للامام السمرقندي، ص : ١٣٢ – ١٣٣، شرح الفقه الاکبر للملا علي القاري، ص : ٥٦، شرح الفقه الاکبر للملا علي القاري، ص : ١٢، جامع الترمذي، ١، ٢٦٣، ابواب الحدود، باب ما جاء فيمن لايجب عليه الحدود، والصحيح البخاري، ٢ : ٧٩٤، باب الطلاق في الاغلاق والکره.
([5]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٨.
([6]) فتاوى محموديه، ١ : ٤١٢، بحواله : مسند الامام الاحمد بن حنبل، ١ : ١٨٧، رقم الحديث : ٩٤٣، جامع الترمذي، ٢ : ٢٦٣، ابواب الحدود، باب ما جاء فيمن لايجب عليه الحدود، والصحيح للبخاري، ٢ : ٧٩٤، باب الطلاق في الاغلاق والکره.
([7]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ٨.
([8]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل، بحواله : شرح فقه اکبر.
([9]) فتاوى محموديه، ١ : ٤١٦، بحواله : شرح الفقه الاکبر للملا علي القاري، ص : ٥٧.
([10]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٣.
([11]) فتاوى محموديه، ١ : ٥٠٥، بحواله : الحشر، آية : ٢٢، الجن، آية : ٢٦، النمل، آية : ٦٥.



