غزنی: نوي والي په کارپیل وکړ

کابل ټکی کام: شنبه، ۱۳۹۵ ل زمری ۱۰ بصیراحمد پاڅون
د غزني ولایت لپاره نوی والي عبدالکریم متین پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولایتي ادارو او د غزني اوسیدونکو ته د اجرائیه ریاست مرستیال انجنر محمد خان او د سيمه ييزو ارګانونو د سرپرست نادر يما له خوا ور وپیژندل شو.
په هغه غونډه کې له همدې امله د غزني ولایت په مقام کې جوړه شوي وه محمد خان وویل چې نوی والي دې د غزني د خلکو ستونزو ته د پای ټکی کښیږدي او د امنیت راوستلو په برخه کې باید مهم رول ولوبوي.
په پای کې د غزني نوي والي عبدالکریم متین وویل چې د ستونزو حل او امنیت راوستل یوازې د ده په هڅو نه کیږي، بلکې د غزني خلک دې ورسره مرسته وکړي که وضعیت داسې وي چې د شپې وسلوالو مخالفینو ته ځای ورکوي، ډوډۍ ورکوي او مائنونه ورته ساتي او سهار بیا راځي له ما څخه امنیت غواړي دا امکان نلري.
د غزني پخواني والي محمد امان حميم لس میاشتې د ولایت چارې پرمخ یوړې خو هیڅ کومه مثبته پائله یې نه لرله.
په غزني ولایت کې طالبان ډیر فعال او په وضعه مسلط دي حتی په ښار کې د ننه دولتي چارواکو ته کمینونه نیسي او د ملي وحدت حکومت دا توان نلري چې طالبان له دې ولایته وباسي.
درې ورځې وړاندې هم د ښار په دویمه حوزه کې د شپږمې حوزې آمر دویم څارمن اختر کوچی له دوو تنو ساتونکو سره یو ځای طالبانو وواژه وسلې او موټر یې طالبانو یوړل.



